• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپاه پاسداران افسرانو د حزب‌الله میداني مشري پر غاړه اخیستې ده

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۱ GMT+۰

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د لبنان حزب‌الله له اسراییل سره د یوې پراخې جګړې د احتمال لپاره خپلې کورنۍ ناستې او تشکیلاتي چمتووالی زیات کړی دی. ورته مهال دغه سرچینې وایي، چې د سپاه پاسداران افسرانو د دغې ډلې میداني مشري پر غاړه اخیستې ده.

اسراییلي وېب‌پاڼې (وای‌نټ) د العربیه شبکې په حواله لیکلي، ارزونې ښيي چې د ایران حکومت پر حزب‌الله فشار راوړي، ترڅو د دغه هېواد پر وړاندې په هر ډول احتمالي نظامي برید کې برخه واخلي. هغو سرچینو چې له العربیه او الحدث سره یې خبرې کړي ویلي دي، چې د تېرې جمعې په ورځ په بقاع دره کې د اسراییل هوايي بریدونه "په ډېر احتمال سره د پراخو عملیاتو پیلامه" وه، چې کېدای شي په ایران کې له بریدونو سره هم‌مهاله ترسره شي. د دغو سرچینو په وینا: «پر حزب‌الله د اسراییل نظامي برید حتمي دی او یوازې وخت یې څرګند نه دی».
د همدغو راپورونو پر بنسټ، د حزب‌الله اوسنی مدیریت د لبناني مشرانو له خوا نه، بلکې د سپاه پاسداران د افسرانو له خوا ترسره کېږي. ځینې دغه افسران له وړاندې په لبنان کې مېشت وو او ځینې نور یې په دې وروستیو کې پر ایران د امریکا د احتمالي نظامي برید په اړه د بحثونو له زیاتېدو وروسته دغه هېواد ته داخل شوي دي. د سرچینو په وینا، ایراني افسران د حزب‌الله د عملیاتي وړتیاوو د بیا رغولو ترڅنګ په خپله پر پلانونو څارنه کوي او په بېلابېلو سیمو کې د دغې ډلې له ټیمونو سره ګوري. همدارنګه راپور ورکړل شوی، چې دغو افسرانو د حزب‌الله د توغندیزې قطعې له غړو سره هم کتلي، چې د جمعې په برید کې په نښه شوي وو.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۰
پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نړیوالو فشارونو او کورنیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران حکومت به د دغو ننګونو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي.

هغه د نړیوالو فشارونو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.»

پزشکیان همداراز د ایران د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ دنده لرو چې هغه ټپونه چې د ټولنې پر بدن لګېدلي، بېرته ورغوو.»

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، او چارواکي هڅه کوي د خلکو باور وساتي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

ډونالډ ټرمپ پر وارداتي توکو نړیواله تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ پر وارداتي توکو نړیواله تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه
100%

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) اعلان وکړ چې متحده ایالاتو ته پر واردېدونکو توکو نړیواله تعرفه له ۱۰سلنې څخه ۱۵سلنې ته لوړه شوې ده. هغه وویل چې دا پرېکړه به «سمدستي» عملي کېږي.

ټرمپ زیاته کړه چې د تعرفې د لوړېدو موخه د متحده ایالات د کورني اقتصاد ملاتړ او د سوداګرۍ د توازن ښه کول دي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې نوموړي مخکې هم د وارداتو پر وړاندې سخت سوداګریز سیاستونه غوره کړي وو.

د امریکا د تعرفو د زیاتولو دا پرېکړه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شوه چې د امریکا سترې محکمې د ټرمپ د پراخو تعرفوي د اقداماتو یوه لویه برخه لغوه کړه.

کارپوهان وایي، د تعرفو زیاتوالی کولای شي پر نړیواله سوداګرۍ، د توکو پر بیو او د امریکا له سوداګریزو شریکانو سره پر اقتصادي اړیکو مستقیم اغېز وکړي.

د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰
د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې
100%

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مار‌ي‌اګنس اشترک‌زیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.

نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.

ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰
ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې،چې د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو د وژل شویو کسانو ۳۱۱۷نومونه خپاره کړي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي. عراقچي ټینګار وکړ: «که څوک زموږ د معلوماتو د کره والي په اړه شک لري، نو باید د اسنادو پر اساس خبرې وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په یوې وینا کې ویلي و چې په ایران کې، په یوه نسبتاً لنډه موده کې، ۳۲زره کسان وژل شوي دي. هغه د ایران د وضعیت په اړه وویل چې خلک د دې هېواد له مشرانو سره «ډېر توپیر لري.»

دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو پر اختلاف او د وروستیو اعتراضونو د شمېر په اړه د شخړې نښه ګڼل کېږي.

جاپان له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰
جاپان له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي
100%

د جاپان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او پر دغه هېواد د امریکا د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، که وضعیت نور هم ترینګلی شي، ښايي هوايي حریم او هوايي ډګرونه هم وتړل شي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم مخکې هم د ایران د پرېښودو سپارښتنه شوې وه، خو دا ځل یې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د الوتنو د احتمالي ځنډېدو له امله پر چټک وتلو ځانګړی ټینګار کړی دی.

دغه وزارت همداراز اعلان کړی، چې د سیمې د امنیتي ګواښونو له امله یې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ۵۴هېوادونو کې خپلو وګړو ته سیمه‌ییز امنیتي خبرداری ورکړی دی.

د جاپان حکومت له خپلو وګړو غوښتي، چې د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې هم امنیتي معلومات په دوامداره توګه تعقیب کړي او د امریکا پوځي تاسیساتو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، په امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو کې هم د احتمالي ناڅاپي امنیتي پېښو، د ترهګریزو بریدونو او نورو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې له امله یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.