یونسکو: د نړۍ ۴۰ سلنه خلک په خپلې مورنۍ ژبې زدهکړو ته لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي سازمان، یونسکو، د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د نړۍ شاوخوا ۴۰سلنه وګړي په هغه ژبه زدهکړو ته لاسرسی نه لري، چې خبرې پرې کوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د ژبو تنوع له جدي ګواښ سره مخ ده او ورځ تر بلې ډېرې ژبې له منځه تلونکې دي.
