تهران واشنګټن ته پیغام استولی چې په خپل اټومي پروګرام کې نرمښت ښودلو ته چمتو دی

اسرایيل هیوم راپور ورکړی، چې ایران د عمان له لارې متحده ایالاتو ته یو نوی پیغام لېږلی او اعلان یې کړی، چې چمتو دی په خپل اټومي پروګرام کې لا ډېر نرمښت وښيي، خو په دې شرط چې اجازه ورکړل شي په خپله خاوره کې د یورانیمو د غني کولو تاسیسات او سانتریفیوژونه وساتي.
