• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نړیوالو فشارونو او کورنیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران حکومت به د دغو ننګونو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي.

هغه د نړیوالو فشارونو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.»

پزشکیان همداراز د ایران د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ دنده لرو چې هغه ټپونه چې د ټولنې پر بدن لګېدلي، بېرته ورغوو.»

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، او چارواکي هڅه کوي د خلکو باور وساتي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ پر وارداتي توکو نړیواله تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) اعلان وکړ چې متحده ایالاتو ته پر واردېدونکو توکو نړیواله تعرفه له ۱۰سلنې څخه ۱۵سلنې ته لوړه شوې ده. هغه وویل چې دا پرېکړه به «سمدستي» عملي کېږي.

ټرمپ زیاته کړه چې د تعرفې د لوړېدو موخه د متحده ایالات د کورني اقتصاد ملاتړ او د سوداګرۍ د توازن ښه کول دي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې نوموړي مخکې هم د وارداتو پر وړاندې سخت سوداګریز سیاستونه غوره کړي وو.

د امریکا د تعرفو د زیاتولو دا پرېکړه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شوه چې د امریکا سترې محکمې د ټرمپ د پراخو تعرفوي د اقداماتو یوه لویه برخه لغوه کړه.

کارپوهان وایي، د تعرفو زیاتوالی کولای شي پر نړیواله سوداګرۍ، د توکو پر بیو او د امریکا له سوداګریزو شریکانو سره پر اقتصادي اړیکو مستقیم اغېز وکړي.

د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مار‌ي‌اګنس اشترک‌زیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.

نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.

ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې،چې د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو د وژل شویو کسانو ۳۱۱۷نومونه خپاره کړي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي. عراقچي ټینګار وکړ: «که څوک زموږ د معلوماتو د کره والي په اړه شک لري، نو باید د اسنادو پر اساس خبرې وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په یوې وینا کې ویلي و چې په ایران کې، په یوه نسبتاً لنډه موده کې، ۳۲زره کسان وژل شوي دي. هغه د ایران د وضعیت په اړه وویل چې خلک د دې هېواد له مشرانو سره «ډېر توپیر لري.»

دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو پر اختلاف او د وروستیو اعتراضونو د شمېر په اړه د شخړې نښه ګڼل کېږي.

جاپان له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د جاپان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او پر دغه هېواد د امریکا د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، که وضعیت نور هم ترینګلی شي، ښايي هوايي حریم او هوايي ډګرونه هم وتړل شي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم مخکې هم د ایران د پرېښودو سپارښتنه شوې وه، خو دا ځل یې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د الوتنو د احتمالي ځنډېدو له امله پر چټک وتلو ځانګړی ټینګار کړی دی.

دغه وزارت همداراز اعلان کړی، چې د سیمې د امنیتي ګواښونو له امله یې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ۵۴هېوادونو کې خپلو وګړو ته سیمه‌ییز امنیتي خبرداری ورکړی دی.

د جاپان حکومت له خپلو وګړو غوښتي، چې د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې هم امنیتي معلومات په دوامداره توګه تعقیب کړي او د امریکا پوځي تاسیساتو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، په امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو کې هم د احتمالي ناڅاپي امنیتي پېښو، د ترهګریزو بریدونو او نورو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې له امله یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

تورخم کې پاکستاني ګمرک افغانستان نه قاچاق شوي ۳۰ کیلو ګرامه سپین زر نیولي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۰
•
جواد شينواری

تورخم کې د پاکستانګمرک مسولینو ویلي چې له یوه بار وړونکي موټر څخه یې ۳۰ کیلوګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د ګمرک مشر غلام مصطفی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې یاد موټر له افغانستان نه پاکستان ته د راتګ پر مهال د تلاشي په ځای کې ودرول شوی او د پلټنې پر مهال څرګنده شوې چې دغه سپین زر په مهارت سره د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي وو.

چارواکي وایي، د نیول شویو سپینو زرو ارزښت شاوخوا ۴۸ میلیونه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، یاد بار وړونکی موټر د کډوالو یوه کورنۍ افغانستان ته رسولې وه او د بېرته راستنېدو پر مهال یې هڅه کوله دغه اندازه سپین زر په ناقانونه توګه پاکستان ته انتقال کړي. په دې تړاو موټر چلوونکی نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.