
د ايران او امريکا ترمنځ د کړکېچ له زياتېدو سره هممهاله، نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې امریکا له سيمهييزو پوځي اډو خپل سلګونه سرتېري اېستلي دي. د راپورنو لهمخې، ايران خپل اټومي بنسټونه پياوړي کوي او جرمني او فرانسې بیا خپلو وګړو ته له ايران څخه د وتلو سپارښتنه کړې ده.
يادې ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا د جنګ وزارت (پنټاګون) د احتمالي غچ اخيستونکو بريدونو د مخنيوي لپاره د دفاعي ګامونو په چوکاټ کې سلګونه امريکايي سرتېري د قطر له العديد هوايي اډې او همدارنګه د بحرين له پوځي اډو څخه اېستلي دي.
دا ګام په داسې حال کې اخيستل شوی، چې امريکايي چارواکي د شخړې د لا زياتېدو احتمال يادوي.
په همدې مهال، دوو امريکايي چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د ايران په اړه د امريکا پوځي چمتووالی پرمختللې مرحلې ته رسېدلی دی. د هغوی په وينا، تر ارزونې لاندې لارې چارې پر نښه شويو کسانو بريد او که ډونالډ ټرمپ ورته اجازه ورکړي ان د تهران د واکمن نظام د بدلون تعقيب هم پهکې رانغاړي.
رويټرز تر دې وړاندې راپور ورکړی وو، چې د امريکا پوځ ځان د څو اونيو لپاره د يوه پرلهپسې پوځي برید ترسره کولو ته چمتو کوي.
ټاکل شوې ده، چې د امريکا کانګرس د راتلونکې اونۍ له پيله د داسې طرحې په اړه رايه ورکړي، چې د کانګرس له اجازې پرته پر ايران په بريد کولو کې د ولسمشر ټرمپ واک محدود کړي. د امريکا د اساسي قانون لهمخې، جګړې ته د امريکايي ځواکونو د لېږلو واک له کانګرس سره دی، پرته له دې چې د ملي امنيت د محدودو بريدونو خبره وي.
همدارنګه، د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي مايک لالر او د ډيموکرات ګوند استازي جاش ګوټهايمر د امريکا د استازو جرګې په يوې ګډه خبرپاڼه کې د ايران په تړاو د جګړې د واکونو قانون ته په اشارې سره ويلي، تر هغه چې د ايران د حکومت له لوري د «مرګ پر امريکا» شعار پورته کېږي، اسلامي جمهوريت به د امريکايي سرتېرو، د دغه هېواد د متحدينو او نړيوال ثبات لپاره يو دوامداره او جدي ګواښ وي.
د ايران د مصلحت نظام د تشخيص د شورا غړي محسن رضايي بیا پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې اقتصادي پرمختګ او د بنديزونو شنډول او بېړۍ ويجاړونکي توغندي د ايران ځواکمن مټ بلل کېږي.
په تهران کې د پارلمان د ملي امنيت د کمېسيون غړي اسماعيل کوثري د ټرمپ له لوري د لس ورځني ضرب الاجل خبره يوازې رواني جګړه بللې او ويلي يې دي، چې له هر ډول پېښې سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی شته.
سکاینيوز هم راپور ورکړی، چې د سپوږمکيو انځورونو شننه ښيي؛ ایران د امريکا له پوځ سره د کړکېچ د زياتېدو ترڅنګ خپل اټومي او دفاعي بنسټونه پياوړي کړي او ورسره يې د روسيې له ځواکونو سره ګډ پوځي تمرينونه هم ترسره کړي دي.
په اروپا کې، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د ايران او امريکا ترمنځ د کړکېچ دوام ته په اشارې سره له ټولو جرمني وګړو غوښتي، چې په بېړنۍ توګه ايران پرېږدي او خبرداری يې ورکړی، چې د امنيتي وضعيت لا زيات خرابوالی او پوځي نښتې رد کېدای نهشي.
راپورونه وايي، چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت هم ورته ګام پورته کړی دی.