• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: پاکستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر پنځو ځایونو بریدونه کړي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د شنبې په شپه په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې پر پنځو ځایو هوايي بریدونه کړې دي.

سرچینو ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د شنبې په شپه د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا په برمل او ارګون ولسوالیو کې بریدونه وکړل او له یادو بریدونو وروسته د پاکستان هوايي ځواکونو د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د کوز بیار، مارکو شاوخوا سیمو تر څنګ د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې هم هوايي بریدونه کړې دي.

سرچینو ویلي، چې پاکستاني ځواکونو تر ډېره په یادو بریدونو کې دیني مدرسي او د طالبانو نظامي پوستې په نښه کړې دي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د یادو هوايي بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په یادو بریدونو کې د مرګ‌ژوبله اړه هم تر اوسه له رسنیو سره کوم معلومات نه دي شریک شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان د دوو امنیتي سرتېرو له وژل کېدو وروسته، د پاکستان پوځ په یوه اعلایمه کې ویلي چې د خپلو هغو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي، چې نن د شنبې په ورځ په بنو کې د وسله‌والو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ځانګې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا برید «د افغانستان له خاورې څخه په ګته اخیستنې» ترسره شوی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به په دې اړه هېڅ ډول زغم ونه ښيي او د پېښې له عاملانو به «هر چېرې چې وي» غچ واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په هلمند او ننګرهار کې یې د نشه‌یي توکو د پروسس ۱۱ کارخونې له‌منځه وړې دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۰

طالبانو د هلمند په باغران او د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو د پروسس ۱۱ کارخونې کشف او له‌منځه وړې دي.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ (د کب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ولایت په باغران ولسوالۍ کې یې د نشه‌يي توکو د پروسس یاد شمېر کارخونې کشف کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په یادو کارخونو کې ۲۸۶۶ کیلو اومان، ۷۲۰ لیټره اېکسل مواد، ۸۰ لیټره تېزاب، ۱۳۰۵ کیلو سود مواد، ۲۸۰ لیټره ډیزل، ۱۲۰ کېلو مالګه، څلور ژرندې او نور مواد هم تر کشف وروسته له منځه وړي دي.

طالبانو دا نه ده څرګنده کړي چې د نشه‌يي توکو د کارخونو په تړاو یې څوک نیولي او که نه.

پر همدغه مهال ختیځ کې د طالبانو د خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ کې یې د نشه‌يي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف کړې ده.

طالبانو ویلي، چې په یاده کارخونه کې یې ۵۲ کیلو شیشه، د اپینو خټه، چونه، نوشادر، ګچ، دوه شاجورونه او ۳۰ فیره مرمۍ هم نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې د نشه‌يي توکو د پروسس کارخونې په تړاو یې څلور کسان هم نیولي دي.

طالبانو په کونړ کې د ملا هبت‌الله د فرمانونو بنرونه پر بېلبورډونو ولګول

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې ریاست وايي، د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې یې د ملا هبت‌الله د۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو مهم پیغامونه په بېلبورډونو کې نصب کړل. دغه ریاست یاد فرمانونه د ټولنې د «سمون او پرمختګ» لامل ګڼي او وايي، تر دې وروسته به دا لړۍ لغمان او نورستان ولایتونو ته هم وغځېږي.

د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست د شنبې په ورځ (د کب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له دغې چارې یې موخه دا ده، چې ولس په اسانه توګه خبر او پر «ارزښتونو» یې پوه شي.

دغه ریاست دغه چاره د ټولنې د «اصلاح»، د ناسمو دودونو د مخنیوي او د ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره مهم بولي او له خلکو غواړي چې په خپل ورځني ژوند کې یې رعایت کړي.

د ملا هبت‌الله اخوندزاده ۱۷مه ګڼه فرمان د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او غېر ضروري لګښتونو د مخنیوي او ۲۰مه ګڼه فرمان د ښاري طرحو، نقشو، ښاري پلانونو او ودانیزو چارو د تنظیم په په تړاو صادر شوي دي.

ډېری افغانان په نیوکو سره وايي، د طالبانو دغه ډول فرمانونه یوازې پر عامو خلکو تطبیق کېږي او پر طالبانو او اړوندو کسانو یې نه‌عملي کېږي.

په دغو بنرونو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د یوه فرمان «واده او په اړوندو چارو کې د رعایت وړ ټکي» لیکل شوي، «په زور، ګواښ او ډزو سره نکاح نه‌کېږي، بلکې دا جرم دی او مجرم محاکمو ته معرفي کېږي».

100%

په دغو یوه لګول شوي بېلبورډ کې لیکل شوي: «د واده زلمی به د واده مراسم امارتي موټر کې نه‌ترسره کوي». حال دا چې په ډېریو ودونو کې له دولتي موټرو استفاده کېږي او ځينې داسې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې طالبان په دولتي موټرونو کې د خپلو کورنیو لپاره خوراکي مواد هم لېږدوي.

د طالبانو د چارو ادارې ریاست یاد فرمانونه د «ټولنې د سمون او پرمختګ» لامل ګڼي.

طالبان وایي په تېره یوه میاشت کې یې د ښځو اړوند نږدې ۴۰۰ قضیو ته رسېدګي کړې ده

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۳۶۸ قضیو ته رسېدګي کړې ده. دغه وزارت زیاتوي، چې په یاده موده کې یې د ۵۳ اجباري نکاحګانو مخه هم نیولې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف‌الاسلام خېبر د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې په سلواغې میاشت کې د ښځو د حقونو ۳۶۸ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

سیف‌الاسلام خېبر زیاته کړې: «په تېره میاشت کې د ښځو د حقونو اړوند ۳۶۸ قضیو ته رسېدنه شوې ده. همدارنګه د کورني تاوتریخوالي د ۱۳۹ پېښو مخنیوی هم شوی دی».

خو په ورته مهال بیا د ښځو د حقونو د دفاع او د بشري حقونو نړۍوالې ادارې وايي، چې طالبانو په‌خپله د میلیونونو افغان نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغې ډلې پر نجونو او ښځو د زده‌کړو د بندیز ترڅنګ له کور څخه بهر پر کار، سفر او د ژوند په ګڼو نورو برخو کې هم سخت بندیزونه لګولي دي.

پر همدغه مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند زیاته کړې، چې تېره میاشت یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اجباري نکاحګانو مخنیوی هم کړی دی.

طالبان پر داسې مهال په تېره یوه میاشت کې د جبري نکاحګانو د مخنیوي خبر ورکړی، چې د یادې ډلې پر غړو تور دی، چې ښځې د هغوی له خوښې پرته ځانونو ته په نکاح کوي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه: زرګونه موټر د اسلام‌ کلا په ګمرک کې بند پاتې دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۰

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوغارون په سرحدي بندر کې د تګ راتګ بهیر د ښه کېدو لپاره له ځینو اقداماتو سره لا هم د باروړونکو موټرو ګڼه‌ګوڼه دوام لري. دوی زیاتوي، چې د افغانستان په لوري کې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او زرګونه موټر د اسلام‌ کلا په ګمرک کې بند دي.

د ایراني رسنې «شهرارا نیوز» د راپور له مخې، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د اجرایوي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او له اسلام‌قلعه څخه دوغارون ته د بېرته ستنېدو د نوې لارې په جوړېدو سره، د دوغارون په سرحدي پایانه کې د باروړونکو موټرو د تم کېدو موده له دوو تر درېیو شپو پورې راکمه شوې ده.

خو راپور زیاتوي چې تر اوسه له زرو ډېر ایراني باروړونکي موټر د اسلام‌قلعه په ګمرک کې ولاړ دي او چلوونکي یې څو شپې د افغانستان خاورې ته د ننوتلو په تمه پاتې کېږي.

د ګډې سوداګرۍ خونې په وینا، د ترافیکي ستونزې اصلي غوټه اوس د افغانستان په لوري کې ده. ویل شوي چې دا موضوع د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري څارل کېږي او د طالبان د هرات له ځايي مسوولانو غوښتنه شوې چې د منلو ظرفیت لوړ او د تګ راتګ بهیر چټک کړي.

دوغارون د ایران او افغانستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي او هر ډول ځنډ یا خنډ کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او ترانزیټ پر بهیر مستقیم اغېز وکړي.

طالبان وايي په تورخم کې یې ۵۲۵ میل وسلې او مهمات نیولي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوی ځواکونو د ډیورنډ پر کرښه په طورخم کې له پاکستان څخه را لېږدول کېدونکې ۵۲۵ میل بېلابېلې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي. دوی زیاتوی دا وسلې له پاکستان څخه د راوښتو افغان کډوالو د کډو په دوو موټرو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې ‏په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۲۷ زره فیره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله ام‌فور ټوپکونه، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ۱۷ میله ټي‌ټي‌کوف، یو میل کلاشینکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې شاملې دي.
‏د یادو وسلو او مهماتو په تړاو دوه تنه چې یو یې افغان او بل کس د پاکستان وګړی دی، نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

طالبانو تروسه په اړه څه نه دي ویلي، چې دا وسلې چاته او د څه لپاره لېږدول کېدې.

تراوسه پاکستان په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.