طالبان وایي په کندز کې د ۴۵ میلیارده افغانیو په لګښت تجارتي او استوګنیز ښارګوټی جوړېږي

د طالبانو د امارتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې له دغه ریاست سره تړلی د سپینزر کندز د طالبانو شرکت به د لومړي ځل لپاره په شمالختیځ زون کې د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د تجارتي او استوګنیز ښارګوټي پروژه پلې کړي.
