• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تیرا کې د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ۵ ملکیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د شنبې په ورځ ناوخته د خېبرپښتونخوا په تیرا کې د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمیو د لګېدو په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

سرچینو افغاستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د شنبې په ورځ ناوخته د خېبرپښتونخوا په تیرا دره کې له نامعلوم لوري څخه د هاوان څو مرمۍ د ملکي کسانو پر کورونو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لګېدلي دي، چې له امله یې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینو ویلي، چې د هاوان یوه مرمۍ پر یوه موټر لګېدلې چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغې پېښې په غبرګون کې د سیمې اوسېدونکو پراخ لاریون پیل کړی او د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د یوه وژل شوي کس مړی یې د اعتراض په توګه په باړه بازار کې پر سړک اېښی دی.

لاریون کووونکي وايي، حکومت دې په خېبرپښتونخوا کې د ثبات او خلکو ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي او په یاده سیمه کې دې د ملکي بې‌ګناه کسانو د وژلو مخه ونیسي.

د خېبرپښتونخوا حکومت تر اوسه د یادې پیښې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نړیوالو فشارونو او کورنیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران حکومت به د دغو ننګونو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي.

هغه د نړیوالو فشارونو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.»

پزشکیان همداراز د ایران د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ دنده لرو چې هغه ټپونه چې د ټولنې پر بدن لګېدلي، بېرته ورغوو.»

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، او چارواکي هڅه کوي د خلکو باور وساتي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

ډونالډ ټرمپ پر وارداتي توکو نړیواله تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) اعلان وکړ چې متحده ایالاتو ته پر واردېدونکو توکو نړیواله تعرفه له ۱۰سلنې څخه ۱۵سلنې ته لوړه شوې ده. هغه وویل چې دا پرېکړه به «سمدستي» عملي کېږي.

ټرمپ زیاته کړه چې د تعرفې د لوړېدو موخه د متحده ایالات د کورني اقتصاد ملاتړ او د سوداګرۍ د توازن ښه کول دي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې نوموړي مخکې هم د وارداتو پر وړاندې سخت سوداګریز سیاستونه غوره کړي وو.

د امریکا د تعرفو د زیاتولو دا پرېکړه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شوه چې د امریکا سترې محکمې د ټرمپ د پراخو تعرفوي د اقداماتو یوه لویه برخه لغوه کړه.

کارپوهان وایي، د تعرفو زیاتوالی کولای شي پر نړیواله سوداګرۍ، د توکو پر بیو او د امریکا له سوداګریزو شریکانو سره پر اقتصادي اړیکو مستقیم اغېز وکړي.

د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مار‌ي‌اګنس اشترک‌زیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.

نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان کابل ته د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر د سفر مخه نیولې ده

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د اسلام اباد په هوايي ډګر کې سرحدي ساتونکو د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر کابل ته د سفر مخنيوی کړی دی. جمعیت علما اسلام له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، او مشران یې د افغان طالبانو په وړاندې د اسلام اباد د پالیسیو منتقدین دي.

سرچینو په اسلام اباد کې د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې پاکستاني افسرانو د جمعیت علما اسلام د یوه مشر مفتي کفایت الله کابل ته د سفر کولو څخه منع کړی.

د سرچینو په وینا، هغه پلان درلود چې کابل ته سفر وکړي خو د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ودرول شو.

د جمعیت علما اسلام مشرانو مخکې هڅه کړې وه، چې کابل ته سفر وکړي او د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو دا هڅې ناکامې شوې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ظاهري ډول خرابې شوې، چې په قبایلي سیمو کې د وسله والو بریدونو شدت پیدا کړ.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې طالبان په دې تورن کړل چې د پاکستان په خاوره کې د وسله والو بریدونو مخه نه نیسي.

په بیان کې ویل شوي چې پاکستان به نور زغم ونه وکړي او یاغیان به په هر ځای کې چې وي په نښه کړي.

په وروستیو اونیو کې، یو شمېر پاکستاني مذهبي او سیاسي شخصیتونو کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي.

ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې،چې د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو د وژل شویو کسانو ۳۱۱۷نومونه خپاره کړي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي. عراقچي ټینګار وکړ: «که څوک زموږ د معلوماتو د کره والي په اړه شک لري، نو باید د اسنادو پر اساس خبرې وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په یوې وینا کې ویلي و چې په ایران کې، په یوه نسبتاً لنډه موده کې، ۳۲زره کسان وژل شوي دي. هغه د ایران د وضعیت په اړه وویل چې خلک د دې هېواد له مشرانو سره «ډېر توپیر لري.»

دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو پر اختلاف او د وروستیو اعتراضونو د شمېر په اړه د شخړې نښه ګڼل کېږي.