• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غور کې د یو شمیر ښوونځیو او دیني مدرسو د بیا رغونې خبر ورکړی

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۰

غور کې د طالبانو پوهنې ریاست وایي، چې روان کال یې د ۱۹ښوونځیو او درې دیني مدرسو د بیا رغونې چارې بشپړې کړې دي. د یاد ریاست په وینا، د دوو نورو ښوونځیو د بیا رغونې کار هم ۴۰ سلنې ته رسېدلی دی.

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز پر دیني مدرسو، جوماتونو او مذهبي بنسټونو کړی دی.

خو له دې سره هم‌مهاله، نړیوالو او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د دیني مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې ده. د هغوی په باور، د دغو مدرسو بې‌کچې پراختیا کولای شي افراطیت ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي وو چې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې دا مهال په افغانستان کې له ۲۰ زرو ډېرې دیني مدرسې فعالې دي. د هغه په وینا، شاوخوا دوه نیم میلیونه زده‌کوونکي په دغو مدرسو کې دیني زده کړې کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یونسف: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ماشومان له سخت ژمي او خوارځواکۍ سره مخ دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونسف) وايي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو، په ځانګړي ډول نوریستان کې، ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي. یونسف ټینګار کوي چې د ماشومانو د ژغورنې او د ژمي د سختو شرایطو د مهار لپاره بېړنۍ او پراخې نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

یونسف په ایکس لیکلي، په نوریستان ولایت کې ژمي د ښکلا له پلوه بې‌ساری دي، خو د ډېرو کورنیو لپاره ژوند د ژغورنې په مبارزه بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي: «موږ غواړو ټول ماشومان دلته دومره قوي شي چې د دې سخت ژمي له ستونزو سر پورته کړي. د دې لپاره یونسف نوره نړیواله مرسته غواړي.»

اداره زیاتوي چې په لرې پرتو سیمو کې ماشومان او کورنۍ د ژمي سختیو او سختې لوږې سره مخ دي او ډېر ماشومان د شدید کم‌خوراکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د ایکس په دغه پوسټ کې راغلي چې، یونسف هڅه کوي چې د دغو ماشومانو د روغتیا او ژوند ژغورنې لپاره عاجلې مرستې برابرې کړي، خو د دې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

طالبان وایي، د معیار او کیفیت ادارې ۴۶ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته ګرځولي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو معیار او کیفیت اداره وایي چې د کورني بازار د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو ساتنې په موخه یې د فراه بندر له لارې ۴۶ټنه بې‌کیفیته ګاډر اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره سم نه وه، بېرته صادرونکي هېواد ته استولې.

دغه ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ټول توکي د هراړخیزې څېړنې او د کیفیت د دقیق کنټرول له لارې معاینه شوي وو. چارواکي ټینګار کوي چې په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت څارنه په شفافه، منظمه او جدي توګه ترسره کېږي او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي به هېڅکله اجازه نه شي چې کورني بازار ته ورننوځي.

په خبرپاڼه کې، د طالبانو معیار او کیفیت ادارې ندي ویلي چې یاد ګاډر له کوم هېواد راوړل کیدل.

په خپرپاڼه کې، د معیار او کیفیت ادارې له سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې کورني معیارونه په بشپړ ډول رعایت کړي او د سالم، باکیفیته او خوندي بازار په رامنځته کولو کې خپله ټولنیز او دیني مسوولیت ادا کړي.

طالبان وایي په بیلابیلو ولایتونو کې یې زرګونه تاریخي اثار ثبت او پیژندلي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي موزیم مسوولین وایي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې زرګونه قلمه تاریخي اثار پیژندلي او ثبت کړي.دوی همداراز وایي چې په بیلابیلو ولایتونو کې یې نندارتونونه هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

د ملي موزیم د یوې برخې امر عین‌الدین صداقت ویلي، چې د موزیم مسوولینو د تاریخي اثارو د پېژندنې، ثبت او ترمیم په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او همدا راز یې شمېر ولایتونو کې د تاریخي اثارو نندارتونونه جوړ کړي دي.

صداقت زیاته کړې چې هڅه کوي په هغو ولایتونو کې هم موزیمونه جوړ کړي چې تر اوسه موزیم نه لري.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۱۳ زره تاریخي اثار له بېلابېلو سرچینو څخه د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ لا هم میلیونونه پښتانه ماشومان پر خپله ژبه له زده‌کړو محروم دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۰

د فبرورۍ ۲۱مه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم په میلیونونه پښتانه ماشومان او ځوانان په مورنۍ ژبه د زده‌کړو له حق څخه محروم دي.

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال وایي، ماشومان په مورنۍ ژبه د زده‌کړو حق لري او که له دې حق څخه محروم وي؛ نو دا له ښوونځي څخه د شړلو په معنا ده. همدا راز د پښتو ژبې یو شمېر پالونکي نیوکه کوي، چې په پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت له لوري په قصدي توګه تعلیمي ادارو کې د پښتو ژبې مخه نیول شوې او دې ژبې ته په ښوونځیو او پوهنځیو کې هېڅ راز ونډه نه‌ده ورکړل شوې.

نیوکې کېږي، چې پښتونخوا کې له همدې کبله میلیونونه پښتانه ماشومان او ځوانان پر خپله مورنۍ ژبه له زده‌کړو محروم کړای شوي دي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې پخوانی استاد ډاکټر محبوب شاه محبوب د دې ورځې په مناسبت وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره د افغانستان دننه خورا ډېر زیات کار شوی وو او د ظرفیتونو تر څنګ د ژبې بډاینې لپاره زرګونه ټوکه کتابونه ولیکل شول. هغه وویل: «هم د کمیت او هم د کیفیت له اړخه په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ژبې لپاره ډېر کار شوی دی».

د نوموړي په خبره، د پښتنو په ټولو سیمو کې نږدې ۶۰سلنه وګړي لا هم په خپله مورنۍ ژبه له زده‌کړو محروم دي.

فرانسه کې د‌ پوهنتون یوه استاده بیا وایي، د ټولنیز رسنیو په دودېدو او رامنځته کېدو سره هم پښتو ژبې ډېره وده کړې او خلک یې هڅولي چې په پښتو ژبې لیک و لوست وکړي.

یونېسکو بیا ویلي، چې په نړۍ کې ۴۰سلنه ماشومان په مورنۍ ژبو له زده‌کړو محروم دي.

د یادونې وړ ده، چې یونېسکو په ۱۹۹۹ کال کې له ژبو او کلتوري هویت څخه د ملاتړ په موخه د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه ونوموله.

څېړنه: له ويده کېدو درې ساعته مخکې له خوړو ډډه کول د زړه روغتيا ته ګټه رسوي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۰

د امريکا د نورس وېسټرن پوهنتون نوې څېړنه ښيي،که څوک له ويده کېدو درې ساعته مخکې له خوړو ځان وساتي، د خوب پر مهال یې د وينې فشار او د زړه درزا ښه کېږي. له دې سربېره، له ويده کېدو مخکې د څراغونو د رڼا کمول هم د زړه او رګونو او همدارنګه د مېټابوليزم روغتيا پياوړې کوي.

دا څېړنه نږدې اته اوونۍ روانه وه او پايلې يې د امريکا د زړه ټولنې په علمي مجله کې خپرې شوې دي. په دې څېړنه کې لږ تر لږه د ۳۹ ګډونوالو معلومات وڅېړل شول چې عمرونه يې د ۳۶ او ۷۵ کلونو ترمنځ وو او زيات وزن یې درلود.

هغو کسانو چې لږ تر لږه درې ساعته مخکې له خوبه خوړل بند کړي وو، د هغو کسانو پرتله چې خپل عادي خوړنيز عادتونه يې دوامداره ساتلي وو، د پام وړ ښه‌والی وليد. په دې ښه‌والي کې د وينې فشار ۳.۵ سلنه راکمول او د زړه درزا ۵ سلنه کمېدل شامل وو. همدارنګه، د خوب پر مهال د دغو کچو طبيعي ټيټوالی هم وليدل شو، چې څېړونکو هغه د زړه او رګونو د روغتيا مهمه نښه وبلله.

د دغو کسانو د وينې د شکر کچه هم د ورځې په اوږدو کې په ښه حالت کې وه.

د نورس وېسټرن پوهنتون د فېنبرګ د طب پوهنځي د عصبي ناروغيو مرستيالې استادې ډاکټرې ډانيلا ګريمالدي ویلي: «د خوړو د وختونو سمون د بدن له طبيعي ويښتيا او خوب له بهير سره کولای شي د زړه، مېټابوليزم او خوب ترمنځ همغږي ښه کړي. دا ټول يو ځای د زړه او رګونو د روغتيا د ساتنې لپاره کار کوي».

هغې زياته کړه، چې څېړونکي د دغو منظم ښه‌والي پايلو په ليدلو «رښتيا هم ډېر خوښ او حيران» شول.

ګريمالدي فاکس نيوز ته وويل: «دا ډېره په زړه پورې وه، چې يو نسبتاً ساده بدلون، يعنې د خوړو د وخت بدلول، کولای شي په يوه وخت کې د شپې د خپلواکه عصبي سيسټم توازن، د وينې د فشار راکمول، د زړه د درزا سمون او د سهار د ګلوکوز مېټابوليزم ښه‌والی، پرته له دې چې کالوري محدوده شي يا وزن کم شي، رامنځته کړي».

هغې ټينګار وکړ، چې له خوبه مخکې درې ساعته موده «ډېره حياتي» ده، ځکه په همدې وخت کې د مېلاټونين هورمون زياتېږي او بدن د خوب پر لور روانېږي. په دې پړاو کې خواړه خوړل کولای شي د مېټابوليزم بهير ګډوډ کړي.

ډاکټره وينډي ټروکسل، چې د خوب د ناروغيو متخصصه ده، وويل: «د دې تګلارې د پلي کېدو لوړه کچه ښيي چې دا لاره په ورځني ژوند کې عملي او دوامداره کېدای شي او د زړه او مېټابوليزم پر روغتيا د اندازه کېدونکي ښه‌والي اغېز لري».

هغې زياته کړه، چې د امريکا د زړه ټولنې د څېړنې په اساس اوس سالم خوب د زړه د روغتيا لپاره د «ژوند اته بنسټيزو اصلونو» له ډلې يو اصل بلل کېږي.

نورس وېسټرن پوهنتون راپور ورکړی، چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ په متحده ايالاتو کې يوازې ۶.۸ سلنه لويان د زړه او مېټابوليزم له پلوه په ښه او مطلوب حالت کې وو. دا ډول روغتيايي ستونزې کولای شي د مزمنو ناروغيو لامل شي، لکه د شکر دویم ډول، د زړه او رګونو ناروغۍ او د ځيګر د غوړوالي ناروغي.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز د څرګندونو له‌مخې، د زړه ناروغي لا هم په ټوله نړۍ کې د مړينې لومړی لامل ګڼل کېږي.