• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په بغلان کې یې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د بغلان د پنځلسو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یې سپکې او درنې وسلې نیولي دي. په دې وسلو کې ۱۵ میله کلاشینکوفونه، ۶۲ میله توفنګچې، ۲ میله پیکا او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د کب ۲مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې له دې نیول شویو وسلو کې ۱۷۰۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۵۵۹ فیره د پیکا مرمۍ، ۱۳۷ فیره د دهشکې مرمۍ، ۱۱۶ فیره د بریټا مرمۍ او نور مهمات او تجهیزات شامل دي.

طالبانو د نیول شو وسلو په اړه نور جزییات نه ورکړي او نه یې هم ویلي، چې په دې تړاو یې څوک نیولي دي.

په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلو د قاچاق او د نیولو راپورونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د ایران په اعتراضونو کې افغانان هم وژل شوي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو تایید کړې، چې د ایران د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو او نیول شویو کسانو په منځ کې د افغانستان وګړي هم شامل دي.

د دغو کارپوهانو له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې که څه هم د افغان قربانیانو او نیول شویو دقیق شمېر نه دی خپور شوی، خو تایید شوې چې افغان وګړي هم د اعتراضونو د قربانیانو په ډله کې شامل دي.

کارپوهانو د شنبې په ورځ (کب ۲مه) ویلي، چې د ایران د سراسري اعتراضونو ډېری نیول شوي او وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، چې ماشومان هم پکې شامل دي. د اعلامیې له مخې، قربانیان د بېلابېلو قومي او مذهبي شالیدونو لرونکي وو، او افغانان هم د هغوی په منځ کې وو.

تر اوسه ایراني چارواکو د هغو افغانانو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې، چې د دغو اعتراضونو پر مهال وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له ایراني چارواکو غوښتي، چې د ټولو نیول شویو کسانو د برخلیک او د ساتنې د ځایونو په اړه معلومات خپاره کړي او د اعتراض کوونکو پر وړاندې د اعدام حکمونه او نورې سختې سزاوې ودروي.

دوی همداراز ویلي، چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د نیول شویو کسانو کورنۍ لا هم نه دي توانېدلې چې خپل خپلوان په روغتونونو، توقیف‌ځایونو یا عدلي طب مرکزونو کې ومومي.

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې په لنډه موده کې په ایران کې شاوخوا ۳۲زره کسان وژل شوي دي. ځینو نورو راپورونو دا شمېر تر دې هم لوړ بللی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱۱۷تنه تایید کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی، چې د اعتراضونو د قربانیانو د حقونو خوندي کول او د شفافو پلټنو ترسره کول اړین دي، څو د قربانیانو کورنیو ته عدالت تأمین شي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند: کابل د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د کلتور او موسیقۍ مرکز و

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر ویاند، مرتضی سولنګي ویلي، چې یو وخت د کابل ښار د کلتور او موسیقۍ مهم مرکز و او دغه ښار هنرمندانو ته یو ځانګړی ارزښت درلود.

سولنګي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د پاکستان د مشهور غزل‌ویونکي مهدی حسن د یوه پخواني کنسرت یوه برخه یې خپره کړه. هغه پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې کابل پخوا د هنر او کلتور یو مهم مرکز و، خو د مجاهدینو او طالبانو له واکمنېدو وروسته دا وضعیت بدل شو.

مهدی حسن، چې د «غزل پاچا» په نوم هم پېژندل کېږي، د پاکستان له نامتو سندرغاړو څخه و او د خپل هېواد ترڅنګ یې په هند او افغانستان کې هم ډېر شهرت درلود. نوموړي په ۱۹۶۰م کال کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال، په کابل کې کنسرت ترسره کړی و.

د هغه مهال کابل د سیمې د مشهورو هنرمندانو د راټولېدو مهم مرکز بلل کېده، او ګڼو هندي او پاکستاني هنرمندانو پکې هنري پروګرامونه وړاندې کول. مهدی حسن په فارسي ژبه هم سندرې ویلې دي، چې له دې ډلې یې «دیشب که تو از مهر به بام آمده بودی» سندره په کابل کې اجرا شوې وه.

د پاکستان د ولسمشر ویاند زیاته کړې، چې دا کنسرتونه د هغه وخت اړوند دي، چې د هغه په وینا، افغانستان لا د جګړو او سیاسي بدلونونو له اغېزو لرې و.

بل لور ته، طالبان موسیقي حرامه ګڼي او په رسنیو او عامه ځایونو کې یې د موسیقۍ خپرول منع کړي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ زرګونه الات له منځه وړل شوي او د موسیقۍ فعالیتونه سخت محدود شوي دي.

په روان کال کې شاوخوا ۳۲ زره افغان کډوال ماشومان ښوونځیو کې شامل شوي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه په ټول هېواد کې ۳۲ زره ۸۰۰ کډوال ماشومان د هېواد د بېلابېلو ولایتو په ښوونځیو کې شامل شوي دي. یاد وزارت زیاتوي، چې له دې ماشومانو د سویې د تثبیت ازموینې له اخیستلو وروسته ښوونځیو ته ورپېژندل شوي دي.

دغه وزارت نن شنبه، د کب ۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد ماشومان له بېلابېلو هېوادونو څخه راستانه شوي، او د پوهنې وزارت د ځانګړې کړنلارې پر بنسټ د هغوی ښوونیزې سویې تر تثبیت وروسته د مرکز په ګډون د ولایتونو په دولتي ښوونځیو کې شامل شوي دي.
د دغه وزارت په وینا چې یاد بهیر لا هم دوام لري او په راتلونکي کې به نور کډوال ماشومان هم د سویې تثبیت ازموینو او طرزالعمل له لارې په ښوونیزو مرکزونو کې شامل شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه په چټکۍ سره ادامه لري او دوی د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتو کې مېشت شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت دا نده په ډاکه کړي، چې افغانستان د پوهنې بهیر په ځانګړي ډول ښوونځي دا ظرفیت لري، چې نور زده کوونکي هم ورزي.

خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې برازیلي روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د یاد فدراسیون له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړي د معرفي کېدو مراسم، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) په کابل کې ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نوګیرا د افغانستان د فټبال فدراسیون سره یو کلن تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې ده، چې په همدې موده کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري پر غاړه ولري.

تر دې وړاندې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه د وینچنزو البرتو پر غاړه وه، چې د ایټالیا اوسېدونکی دی.

د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د نوي روزونکي په ټاکل کېدو سره به د افغانستان ملي لوبډله وکولای شي په راتلونکو سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې ښه پایلې ترلاسه کړي او د هېواد د فوټبال لوبې کچه به لوړه کړي.

سرچینې: طالبانو په پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قومندان مرغی کټوازی وژلی

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰

په پکتیکا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې تېره ورځ طالبانو د پکتیکا په یحی خېلو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قومندان مرغی ګټوازی ترور کړی. د وژل شوي قومندان نږدې خپلوان وایي، هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او د طالبانو د عمومي بښنې کارت یې هم درلود.

د وژل شوی قومندان مرغي ګټوازي خپلوانو نن شنبه، د کب ۲مه وویل، چې د مرغي ګټوازي جنازه نن د پکتیکا په یحی خیلو ولسوالۍ کې ادا شوه.

د خپلوانو د معلوماتو له مخې وژل شوي ګټوازي د تېر جمهوري حکومت د سقوط پرمهال طالبانو ته وسلې سپارلې وې او د طالبانو د عمومي بښنې کارت یې هم اخیستی و.

مرغی ګټوازی له تسلیمی او د افغانستان له سقوط څخه وروسته یو ګاوندي هېواد کې اوسېده، چې څو ورځې وړاندې هېواد ته راستون شوې و.

100%

د هغه د خپلوانو د معلوماتو له مخې تېره ورځ په داسې حال کې د طالبانو له خوا ترورو شو، چې نوموړي د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکي اخیستي و او په خپل موټر کې د کور په لور روان و.

طالبانو تراوسه د مرغي ګټوازي د وژل کېدو په تړاو د کورنۍ ادعاګانو ته غبرګون نه دی ښودلی.

100%

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوري حکومت د نظاميانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه په پرله پسې ډول خپریږي.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت‌الله خپلو مخالفانو ته ټول‌ بښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.