• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د جاپان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او پر دغه هېواد د امریکا د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، که وضعیت نور هم ترینګلی شي، ښايي هوايي حریم او هوايي ډګرونه هم وتړل شي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم مخکې هم د ایران د پرېښودو سپارښتنه شوې وه، خو دا ځل یې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د الوتنو د احتمالي ځنډېدو له امله پر چټک وتلو ځانګړی ټینګار کړی دی.

دغه وزارت همداراز اعلان کړی، چې د سیمې د امنیتي ګواښونو له امله یې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ۵۴هېوادونو کې خپلو وګړو ته سیمه‌ییز امنیتي خبرداری ورکړی دی.

د جاپان حکومت له خپلو وګړو غوښتي، چې د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې هم امنیتي معلومات په دوامداره توګه تعقیب کړي او د امریکا پوځي تاسیساتو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، په امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو کې هم د احتمالي ناڅاپي امنیتي پېښو، د ترهګریزو بریدونو او نورو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې له امله یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

تورخم کې پاکستاني ګمرک افغانستان نه قاچاق شوي ۳۰ کیلو ګرامه سپین زر نیولي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۰
•
جواد شينواری

تورخم کې د پاکستانګمرک مسولینو ویلي چې له یوه بار وړونکي موټر څخه یې ۳۰ کیلوګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د ګمرک مشر غلام مصطفی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې یاد موټر له افغانستان نه پاکستان ته د راتګ پر مهال د تلاشي په ځای کې ودرول شوی او د پلټنې پر مهال څرګنده شوې چې دغه سپین زر په مهارت سره د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي وو.

چارواکي وایي، د نیول شویو سپینو زرو ارزښت شاوخوا ۴۸ میلیونه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، یاد بار وړونکی موټر د کډوالو یوه کورنۍ افغانستان ته رسولې وه او د بېرته راستنېدو پر مهال یې هڅه کوله دغه اندازه سپین زر په ناقانونه توګه پاکستان ته انتقال کړي. په دې تړاو موټر چلوونکی نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

پرون له ایران او پاکستان نه نږدې ۶زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۱۱۰۳ کډوالې کورنې چې ټول ۵۸۹۸کسان کیږي له ایران او پاکستان نه افغانستان ته په جبري توګه راستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۵۳ کورنۍ چې شمیر یې ۴۵۶۷تنه و، د تورخم له لارې، ۱۲۴کورنۍ چې ۷۰۸تنه و، د سپین بولدک له لارې،۱۰۹ کورنۍ چې ۴۵۹تنه و، د ورېښمو پله له لارې، او ۱۷کورنۍ چې ۶۵تنه و، د اسلام‌کلا له لارېافغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بلخوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.

ریچارډ بېنټ: د ایران په لاریونونو کې نیول شوي او وژل شوي افغانان عام خلک دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ، ویلي چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي او وژل شوي کسانو زیاتره عام خلک دي، چې پکې ماشومان شتون لري.

بېنټ دغه څرګندونې په خپل ایکس پوسټ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو کارپوهانو د هغې اعلامیې په تړاو کړي، چې پکې په ایران کې د سراسري اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي د کچې په اړه د شفافیت او حساب ورکونې غوښتنه شوې ده.

بېنټ ټینګار کړی چې د ایران په اعتراضونو کې د نیول شویو او وژل شویو کسانو زیاتره عادي وګړي دي، چې پکې د ماشومانو ترڅنګ د افغانستان بېلابېلو قومونو وګړي هم شامل دي. د نوموړي په وینا، د دې کسانو قومونه او مذهبي پس منظرونه بېلابېل دي.

نوموړي ویلي، اوس مهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، د ایران رسمي شمېرې د واقعیت سره سمون نه خوري او د کورنیو اندېښنې زیاتوي، ځکه کورنۍ تر اوسه پورې نه شي کولی خپل خپلوان ومومي.

بېنټ ټینګار کړی چې نیول شوي او وژل شوي کسان د افغانستان د ټولو ولایتونو دي او د ټولنې له بېلابېلو قومونو او مذهبونو سره تړاو لري، چې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپاروي.

سوېډن او صربستان له خپلو وګړو غوښتي چې سمدستي له ایرانه ووځي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۷ GMT+۰

د سوېډن او صربستان د بهرنیو چارو وزارتونو د سیمې وروستیو بدلونونو له امله له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له ایران څخه ووځي.

د سوېډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا ام سټینرګارد ویلي چې په ایران او سیمه کې وضعیت «ناڅرګند او بې‌باوره» دی او ټینګار یې کړی چې د دوی وزارت لا هم سپارښتنه کوي چې ایران ته له هر ډول سفر څخه ډډه وشي.

هغې له هغو سوېډني وګړو چې اوس مهال په ایران کې دي، وغوښتل څو ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

د صربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د امنیتي حالت د خرابېدو د خطر له امله، ټولو هغو وګړو ته چې دا مهال په ایران کې حضور لري، سپارښتنه کېږي چې ژر تر ژره ووځي.

مولوي عبدالحميد: هیڅ عاقل انسان مقدساتو ته سپکاوی نه کوي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د زاهدان د اهل‌سنت امام مولوي عبدالحميد د قران د سوځولو په اړه د ایراني فوټبالرعلي کريمي څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، مقدساتو ته سپکاوی د «سپک عقل او احساساتي کسانو» عمل دی او دا کار نه له عقل او منطق سره سمون لري او نه هم له ديني لارښوونو سره.

مولوي عبدالحميد د جمعې په ورځ د زاهدان ښار د جمعې لمانځه په خطبه کې د هغو څرګندونو په اړه خبرې وکړې چې په ټولنيزو رسنيو کې د قران کريم د سپکاوي په تړاو خپرې شوې وې.

دا غبرګون وروسته له هغه راپارېد چې پخواني ايراني فوټبالرعلي کریميپه خپلې اېکس پاڼه کې ليکلي و، د ايران له لوري د ځينو وګړو د اعدامونو په غبرګون کې به قران وسوځوي، هغه موضوع چې په ټولنيزو شبکو کې يې پراخ غبرګونونه راوپارول.

مولوي عبدالحميد په خپلو خبرو کې وويل: «ځينې کسان چې ستونزې او دردونه لري، ښکنځل کوي او کله ناکله د اديانو او مذهبونو مقدساتو ته سپکاوی کوي، حال دا چې دا لاره د عقل او منطق خلاف ده. هوښيار او بافرهنګه انسانان هېڅکله نورو او د هغوی مقدساتو ته سپکاوی نه کوي، او هغه کسان چې د ملتونو مقدساتو ته توهين کوي، احساساتي او سپک عقل خلک دي.»

هغه زياته کړې: «د يو ملت مقدساتو ته سپکاوی له هماغه ملته د سپکاوي سره هېڅ توپير نه لري، دا ډول کړنې د عامه احساساتو د ټپي کېدو سبب کېږي او په هېڅ دين کې جواز نه لري.»

د يادونې وړ ده چې د مولوي عبدالحميد د دغو څرګندونو يادې برخې په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه بيا خپرې شوې او بېلابېل غبرګونونه يې راپارولي دي.