ټرمپ د مارچ په پای کې چین ته د سوداګریزو خبرو لپاره سفر کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د مارچ له ۳۱څخه تر اپریل ۲ پورې به چین ته سفر وکړي. دا سفر د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د سوداګریزې همکارۍ د پراختیا لپاره ترسره کېږي، په داسې حال کې ده چې د امریکا سترې محکمې وروستۍ پرېکړې د ټرمپ پر تعرفو اغېزه کړې.
د امریکا سترې محکمې د ټرمپ هغه تعرفې لغوه کړې چې د چین د وارداتو پر ضد یې د ملي بیړني حالت له مخې لګولې وې.
ټرمپ ویلي، د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره به په بیجینګ کې د سوداګریز اوربند د غځولو او د تعرفو د ستونزو د حل په لارو خبرې وکړي. دا به د دواړو مشرانو ترمنځ له هغې غونډې وروسته چې تېر کال په جنوبي کوریا ترسره شوه لومړی مخامخ لیدل وي.
