د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه: زرګونه موټر د اسلام کلا په ګمرک کې بند پاتې دي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوغارون په سرحدي بندر کې د تګ راتګ بهیر د ښه کېدو لپاره له ځینو اقداماتو سره لا هم د باروړونکو موټرو ګڼهګوڼه دوام لري. دوی زیاتوي، چې د افغانستان په لوري کې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او زرګونه موټر د اسلام کلا په ګمرک کې بند دي.
