• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ځانمرګي برید له امله ۵ پوځیان وژل شوي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا سیمه ایزې سرچینې وایي چې د بنو په سره‌درګه سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، یو موټرسایکل سپاره ځانمرګي بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له زغروال موټر سره ټکر کړی چې ورپسې زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې یو لوړپوړی پوځي قومندان هم شامل دی. ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوي.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې او د لټون عملیات پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ لا هم میلیونونه پښتانه ماشومان پر خپله ژبه له زده‌کړو محروم دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۰

د فبرورۍ ۲۱مه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم په میلیونونه پښتانه ماشومان او ځوانان په مورنۍ ژبه د زده‌کړو له حق څخه محروم دي.

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال وایي، ماشومان په مورنۍ ژبه د زده‌کړو حق لري او که له دې حق څخه محروم وي؛ نو دا له ښوونځي څخه د شړلو په معنا ده. همدا راز د پښتو ژبې یو شمېر پالونکي نیوکه کوي، چې په پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت له لوري په قصدي توګه تعلیمي ادارو کې د پښتو ژبې مخه نیول شوې او دې ژبې ته په ښوونځیو او پوهنځیو کې هېڅ راز ونډه نه‌ده ورکړل شوې.

نیوکې کېږي، چې پښتونخوا کې له همدې کبله میلیونونه پښتانه ماشومان او ځوانان پر خپله مورنۍ ژبه له زده‌کړو محروم کړای شوي دي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې پخوانی استاد ډاکټر محبوب شاه محبوب د دې ورځې په مناسبت وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره د افغانستان دننه خورا ډېر زیات کار شوی وو او د ظرفیتونو تر څنګ د ژبې بډاینې لپاره زرګونه ټوکه کتابونه ولیکل شول. هغه وویل: «هم د کمیت او هم د کیفیت له اړخه په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ژبې لپاره ډېر کار شوی دی».

د نوموړي په خبره، د پښتنو په ټولو سیمو کې نږدې ۶۰سلنه وګړي لا هم په خپله مورنۍ ژبه له زده‌کړو محروم دي.

فرانسه کې د‌ پوهنتون یوه استاده بیا وایي، د ټولنیز رسنیو په دودېدو او رامنځته کېدو سره هم پښتو ژبې ډېره وده کړې او خلک یې هڅولي چې په پښتو ژبې لیک و لوست وکړي.

یونېسکو بیا ویلي، چې په نړۍ کې ۴۰سلنه ماشومان په مورنۍ ژبو له زده‌کړو محروم دي.

د یادونې وړ ده، چې یونېسکو په ۱۹۹۹ کال کې له ژبو او کلتوري هویت څخه د ملاتړ په موخه د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه ونوموله.

د خیبر پښتونخوا اورکزۍ اېجنسۍ کې د «ټي‌ټي‌پي او داعش» ترمنځ جګړه شوې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د سیمه‌ییزو او امنیتي سرچینو په وینا، د اورکزۍ اېجنسۍ په سیمه کې د داعش د خراسان څانګې جنګيالي او د تحریک طالبان پاکستان غړي سره نښتي، چې په نتيجه کې یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ځينې نور ټپیان دي.

سرچینې وايي، دا نښته د اورکزۍ ولسوالۍ د شیخان په سیمه کې رامنځته شوې او دواړو اړخونو پر یو بل سختې ډزې کړې دي.

امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې دا نښته د «پيسو اخیستلو» په سر د اختلاف له امله پیل شوې ده.

راپورونه ښيي، د وژل شویو کسانو په منځ کې د داعش خراسان درې غړي شامل دي، چې یو له هغوی څخه د عابد په نوم مشهور قومندان حمزه دی. له دې سربیره، په دې نښته کې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی هم وژل شوی او درې نور غړي یې سخت ټپیان شوي دي.

د اینه وزیر د ویډيو ثبتونکی زعفران وزیر پاکستاني طالبانو نیولی دی

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ذکیم خان وزیر وايي، چې د شمالي وزیرستان د شیوا سیمې اوسیدونکې اینه وزیر د ویډیو ثبتونکی زعفران وزیر پاکستاني طالبانو نیولی او له ځان سره وړی دی. له دې ویډيو وروسته د اینه وزیر د توپ اچونې ځانګړي ډول د کرېکټ د مینه پالو پام ځان ته راواړوه.

ذکیم وزیر پر اېکس خواله رسنۍ کې د ټي ټي پي له خوا د زعفران وزیر د نیول کېدو او د تښتول کېدو په تړاو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

تراوسه پورې پاکستاني طالبانو د زعفران وزیر د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو ځینو سرچینو وویل، چې د اینه وزیر ویډیو تیت کېدل او د هغې له خوا د ښوونځي غوښتلو پاکستاني طالبان په غصه کړي دي او دا کار یې د شرعیت خلاف بللی دی.

د اینه وزیر ویډيو هغه وخت په ټولنیزو رسنیو ډېره لاس په لاس شوه، چې نوموړې په یوه خاورین لوبغالي کې کرېکټ لوبه کوي او ښکاري چې د خپلې لوبډلې چتکه بالره ده.

اینه وزیرې د خپل ویډیو له تیت کېدو وروسته په یوه پېغام کې ویلي و، چې وزیرستان کې د نجونو ښه ښوونځی نشته او دا غواړي په یوه ښه ښوونځي کې زده کړې وکړي.

د ویډیو له تیت کېدو وروسته د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان پخواني استازي محسن داوړ د اینه وزیر د پلار عمرګل انځورونه خپاره کړل او وویل، چې د روښانفکره اینه وزیر پلار څو میاشتې وړاندې د پاکستان په پوځي زندان کې په شهادت ورسیده.
د پاکستاني طالبانو له خوا د اینه وزیر د ویډيو ثبتونکی زعفران وزیر نیولو په ټولنیزو رسنیو کې د پښتنو فعالینو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي او غوښتنه یې کړې ده، چې نوموړی دې باید ژر تر ژره ازاد کړي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې هم د افغان طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدلو سره دې ډلې له شپږمه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ وتړل او نجونو یې له ټولو ورزشي لوبو څخه راګرځولي.

د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د ډرون څرخکې برید شوی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۰

ځايي امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو ساعته وړاندې د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پاکستان پوځیانو یوې پوستې ته څېرمه چاودنه کې ۷ تنه ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، چادونې یو نږدې هوټل ته زیان اړولی او لومړني معلومات ښيي چې وسله والو ډرون کارولی.

په سیمه کې د پولیسو یو افسر صمد خان د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې ټپیان سملاسي د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، لومړنۍ څیړنې ښيي چې دا برید په ډرون څرخکې شوی ، خو د پېښې د څرنګتیا په اړه پلټنې لا روانې دي.

تر اوسه پورې په دې چاودنه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم کومې وسله والې د برید مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې هم د پاکستان پوځ او هم یې وسله وال مخالفان په بریدونو کې له ډرون څرخکو کار اخلي.

د خېبرپښتونخوا د تیرا درې د اوسېدونکو د اېستلو دویم پړاو پیل شو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په تیرا دره کې ځايي ادارې اعلان کړی، چې د "میدان" سیمې څخه د اغېزمنو کورنیو د لېږد لومړی پړاو بشپړ او د دې بهیر دویم پړاو په رسمي ډول پیل شوی دی. د رسمي شمېرو له‌مخې، په لومړي پړاو کې له دغې سیمې ۳۰ زره ۹۴۵ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، په دغه پړاو کې د اغېزمنو کورنيو نوم‌ليکنه بشپړه شوې او د دې لپاره چې د هغوی لېږد خوندي ترسره شي، دغو کورنيو ته د ټرانسپورټ د کرايې لګښت هم ورکړل شوی دی.

چارواکو همداراز ويلي، د هغو کورنيو د اسنادو د ارزونې او بيا تصديق لړۍ پيل شوې ده چې د فبرورۍ له ۱۲مې نېټې راهيسې بې‌ځايه شوې دي او دغه بهير د فبرورۍ تر ۱۶مې نېټې پورې روان و. د دې لړۍ موخه د نغدو مرستو عادلانه وېش، د معلوماتو کره‌والی او د مرستو په بهير کې د روڼتيا ټینګښت ښودل شوی دی.

د ځايي ادارې د چارواکو په وينا، د بې‌ځايه کېدو دویم پړاو له پرون راهيسې پيل شوی او د نغدو مرستو ورکړه هم روانه ده. تراوسه پورې يو زرو ۹۷۸ کورنيو ته د موبايل سيم‌کارټونو له لارې هرې کورنۍ ته دوه نيم لکه روپۍ ورکړل شوې دي. ټاکل شوې ده، چې نورې اغېزمنې کورنۍ هم په راتلونکو پړاوونو کې خپلې نغدي مرستې ترلاسه کړي.

چارواکو زياته کړې، چې د ميدان سيمې څخه د بې‌ځايه کېدو لړۍ د جنورۍ له ۱۰مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۱۱مې نېټې پورې روانه وه او په دویم پړاو کې ځانګړې پاملرنه د مرستو پر وخت ورکړې او د مستحقو کورنيو پر بشپړ تصديق متمرکزه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیان په تیرا دره کې د پوځي عملیاتو پلان لري او له همدې کبله یې له ځايي اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې، چې خپل کورونه پرېږدي او نورو خوندي سیمو ته ولاړ شي. هم‌مهاله بیا دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ نیوکې کوي، چې د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت او د پاکستان مرکزي حکومت یې په ښه توګه لاسنیوی نه دی کړی.

د راپورونو له‌مخې، له تیرا درې څخه بې‌ځایه شوې کورنۍ د خېبر په جمرود سیمه کې په خیمو کې ژوند کوي او د ژوند لومړنیو امکاناتو ته هم لاس‌رسی نه لري.