جاپان د راستنېدونکو ښځو او نجونو لپاره نوې مرسته پیل کړه

د جاپان سفارت په افغانستان کې ویلي چې دغه هېواد دملګرو ملتونو د ښځو څانګېسره په ګډه د شاوخوا درې اتیا لکه ډالرو نوې پروګرام پیل کړی، چې هدف یې د راستنېدونکو ښځو او نجونو ملاتړ دی.

د جاپان سفارت په افغانستان کې ویلي چې دغه هېواد دملګرو ملتونو د ښځو څانګېسره په ګډه د شاوخوا درې اتیا لکه ډالرو نوې پروګرام پیل کړی، چې هدف یې د راستنېدونکو ښځو او نجونو ملاتړ دی.
په کابل کې د جاپان سفارت په ایکس لیکلي، د دغه پروژې له لارې به ځانګړو ښځینه خوندي ځایونو کې د ژوند وسایل، د عاید فرصتونه او د ساتنې خدمات وړاندې شي، څو د ښځو عزت، امنیت او دوامداره بیا رغونه یقیني شي.
سفارت زیاتوي چې دا ابتکار به د ښځو خپلواکۍ او ټولنیزې بیا رغونې لپاره مهمه مرسته وي او د هغوی ژوند کې به مثبت بدلون راولي.

په اسرایيل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د شنبې په ورځ له "نیوز مکس" سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران رژیم باید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مذاکراتو په ډګر کې او هم د زور په کارولو کې جدي وګڼي.
نوموړي زیاته کړې: «جګړه ښايي یوازینۍ لاره وي چې ایران پرې د جدیت کچه درک کړي او پوه شي چې موږ څومره جدي یوو».
هاکبي ویلي، چې ایران څو میاشتې وړاندې د ټرمپ جدیت درک نهکړ او «له همدې امله پښېمانه شو».
هاکبي له نیوز مکس سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ غواړي چې ایران د یورانیمو غني کول او د بالسټیک توغندیو جوړولو بهیر ودروي.
نوموړي زیاته کړې: «دا کارونه وکړئ او ښایي موږ یوې هوکړې ته ورسېږو او سوله وکړو. خو که ایران یې ونهمني، نو موږ ته نور ټول انتخابونه هم د مېز پر سر پراته دي».
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې «له افغانستان څخه د امریکایانو جبري وتل او له دغه هېواد څخه د برېتانیا وتل» ولادیمیر پوتین د اوکراین په اړه زړور کړی دی.
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر زیاته کړې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له نیولو ورروسته د اوکراین جګړه د لوېدیځ د ناکامۍ پایله ده.
بوریس جانسن ویلي، چې برېتانیا او اروپايي متحدین یې باید په سملاسي ډول اوکراین ته غېر جنګي سرتېري واستوي، ترڅو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وښيي چې لوېدیځ هېوادونه په ریښتیا د اوکراین ازادۍ او خپلواکۍ ته ژمن دي.
بوریس جانسن پر اوکراین د روسیې د برید د څلورمې کالیزې په مناسبت بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې یاد ځواکونه باید غېر جنګي ماموریتونو کې ځای پرځای شي.
جانسن زیاته کړې: «زه هېڅ داسې منطقي دلیل نه وینم چې موږ ولي د ازاد او خپلواک اوکراین د ملاتړ لپاره د سوله ساتو ځمکنیو ځواکونو د لېږلو څخه ډډه وکړو».
دمګړی د «داوطلب اېتلاف» اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو لپاره په مشورو بوخت دی او یوازې به د جګړې د پای ته رسېدو او یوې هوکړې وروسته د اوربند څارنې لپاره ځواکونه واستوي.
په ورته مهال لوېدیځ پوځي پلان جوړونکي د داسې اقدام په اړه په عامه توګه له بحث کولو څخه ډډه کوي او داسې انګیري چې روسیه به دغه ډول اقدام د شخړې د زیاتوالي په توګه وګڼي.
پوتین په تېر سپټمبر میاشت کې په اوکراین کې د سولهساتو ځواکو د جوړولو لپاره د لوېدیځ وړاندیزونه رد کړل او ویلي یې و، چې اوکراین ته لېږل شوي سرتېري به مشروع هدف وګرځي.
خو جانسن بیا وايي، چې پوتین باید اوکراین او د هغه متحدینو ته شرایط ونهټاکي.
پر همدغه مهال د جانسن د څرګندونو په ځواب کې د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې حکومت لا هم له اوربند وروسته اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو لپاره د داوطلب اېتلاف سره په ګډه کار کوي.
د برېتانیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په اوکراین کې د برېتانیا په مشرۍ د څو ملیتي ځواک به اوږدمهاله سوله خوندي کړي او لومړي وزیر روښانه کړې چې موږ به هلته برېتانوي سرتېري ځای پر ځای کړو کله چې شخړه پای ته ورسېږي».
پر همدې مهال، بوریس جانسن ویلي چې په اوکراین کې جګړه د کریمیا له لاسه وتلو، له اوکراین سره د لوېدیځ د ملاتړ د ناکامۍ، د خپل ولس پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله بشارالاسد ته په سزا ورکولو کې د پاتې راتلو او همدارنګه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ناورین پایله ده.
نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغه څه له امله چې هغه په افغانستان کې لیدلي وو زړور شو او یو عمومي احساس شتون درلود چې لوېدیځ د کمزورۍ په حالت کې دی. هغه له افغانستان څخه د امریکایانو د ګډوډ وتلو او همدارنګه د برېتانوي ځواکونو وتلو هغه وحشتناک انځورونه لیدلي وو او دې مسلې هغه په حقیقت کې زړور کړ».
د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو پر نوې اصولنامې سختې نیوکې کړې دي او هغوی یې "ظالمان" بللي. نوموړي د هند له مذهبي مشرانو غوښتي، چې د طالبانو نوي قوانین وغندي.
د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو نوې اصولنامې ته په غبرګون د هند پر دیني او مذهبي مشرانو غږ کړی، چې د افغان طالبانو نوي قوانان باید د سیاسي محصلحتونو په پام کې نیولو پرته وغندي.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «طالبانو په خپل نوي قانون کې د ښځو وهل په داسې شرط قانوني کړي چې هډوکي یې باید مات نهشي. د طالبانو په حکم که یوه ښځه د مېره له اجازې پرته د پلار کورته لاړه شي، په درې میاشتیني بند محکومېږي».
نوموړړي ویلي، چې د هند دیني او مذهبي مشران باید طالبانو ته هېڅ ډول اعتبار او درناوی ورنهکړي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو یادې کړنې د اسلام په نوم ترسره کېږي او عالمان باید په دې اړه چوپ پاتې نهشي.
جاوېد اختر طالبان «ظالمان» بللي او د هغوی پر وړاندې یې د نړۍوالو پر جدي دریځ ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده لهخوا یوه ۹۰ مخیزه جزايي اصولنامه توشیح شوه. په دغه اصولنامه کې داسې زاړه حکمونه شامل دي چې د جرم سزا د مجرم د "ازاد" یا "مريي" (غلام) توب پر بنسټ ټاکي.
جاوېد اختر پر داسې مهال له هندي عالمانو څخه د طالبانو د نویو قوانینو د غندلو غوښتنه کړې، چې څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د ستر دیوبند له دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه او ګڼو هندي دیني عالمانو د یاد طالب وزیر تود هرکلی وکړ.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو پر ۷ پټنځایونو هوایې بریدونه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د شنبې په شپه ناوخته د یوې اعلامیه په خپرولو سره په افغانستان کې د هوايي بریدونو ترسره کول تایید کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد هېواد هوايي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د «ترهګرو» پر ۷ پټنځایونو باندې هوايي بمبارۍ کړې دي.
پاکستان ویلي، چې یاد بریدونه یې د ټيټيپي او داعش پر پټنځاینو کړې دي.
پاکستان ویلي، یاد بریدونه یې د هغو شواهدو پر بنسټ کړي چې ښیي په اسلاماباد، باجوړ او بنو کې د وروستیو بریدونو طراحان او ریښې په افغانستان کې وې.
په اعلامیه کې راغلي: «پاکستان په یو غچ اخیستونکي ځواب کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پاکستاني طالبانو او داعش پر اوو ترهګریزو کمپونو او پټنځایونو چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې موقعیت لري، دقیق او هدفمند بریدونه کړي دي».
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت ورته لومړیتوب لري او یاد بریدونه یې د غچ اخېستو په موخه کړې دي.
پاکستان ویلي، چې په افغانستان کې د «ترهګرو» د شتون او د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي په موخه یې په ځلونو له افغان طالبانو څخه غوښتنې کړې، خو طالبان د یادو ډلو په محار کې پاتې راغلي دي.
پاکستان یوځل په ټینګار سره له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د پاکستان پر ضد ډلو ته دې د افغانستان د خاورې استفاده کولو اجازه نه ورکوي.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د ماین پاکۍ له همکارو بنسټونو سره په همکارۍ یې په تېره سلواغې میاشت کې ۱۰ اعشاریه ۱۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او نورو ناچاودو توکو پاکه کړې ده. د یو شمېر هېواودالو په وینا، ډېری کشف شوي ماینونه د طالبانو په لاس جوړ شوي دي.
د دغې ادارې ویاند د شنبې په ورځ (د کب ۲مه) ویلي، په تېره سلواغې میاشت کې یې د خلکو له لوري د معلوماتو له ورکړې وروسته ۶۹۰ ماینونه او ناچاودي توکي هم کشف او لهمنځه وړي دي.
د نوموړي په وینا، په دې موده کې څه باندې ۱۳۴ زره کسانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو په تړاو معلومات ورکړل شوي او همداراز د ماینونو او ناچاودو توکو پيغام لرونکي څه باندې ۱۱۲ زره قرطاسیې هم وېشلې دي.
د ځايي خلکو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکهيي ماینونه ډېر دي. طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکهيي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکهيي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.
د ناچاودو ماینونو پېښې نږدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ثبت شوې دي، خو د افغانستان انټرنشنل د پلټنو لهمخې، تر ټولو ډېرې پېښې په هغو ولایتونو کې دي چې د طالبانو د جګړو اصلي مرکزونه پاتې شوې دي. پکتیا، ننګرهار، کونړ، لغمان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، کندز، بدخشان او بادغیس په دې وروستیو کې د ناچاودو مرمیو تر ټولو ډېرې پېښې لري.
دا هغه سیمې دي چې یا پهکې له پخوانیو جګړو کارېدلې مرمۍ پاتې دي یا د طالبانو د جګړې سیمې وې او یا هم غرني او لرې پراته کلي لري، چې د ماین پاکانو لاسرسی ورته سخت دی.
د افغانستان انټرنشنل-پښتو د څېړنو او پلټنو لهمخې، د ماین چاودنو او ناچاودو مرمیو د چاودېدو د قربانیانو تر ټولو ستره برخه ماشومان په ځانګړې توګه هلکان جوړوي.
د ډېرو ماشومانو عمرونه د شپږو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي. هغوی یا له ناچاودو مرمیو سره د لوبو پر مهال یا د څارويو څرولو، کباړ ټولولو، بوټو راټولولو او یا هم کور ته د مهماتو د انتقال پر وخت د چاودنو ښکار شوي دي.