د برېتانیا پخواني لومړي وزیر زیاته کړې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له نیولو ورروسته د اوکراین جګړه د لوېدیځ د ناکامۍ پایله ده.
بوریس جانسن ویلي، چې برېتانیا او اروپايي متحدین یې باید په سملاسي ډول اوکراین ته غېر جنګي سرتېري واستوي، ترڅو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وښيي چې لوېدیځ هېوادونه په ریښتیا د اوکراین ازادۍ او خپلواکۍ ته ژمن دي.
بوریس جانسن پر اوکراین د روسیې د برید د څلورمې کالیزې په مناسبت بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې یاد ځواکونه باید غېر جنګي ماموریتونو کې ځای پرځای شي.
جانسن زیاته کړې: «زه هېڅ داسې منطقي دلیل نه وینم چې موږ ولي د ازاد او خپلواک اوکراین د ملاتړ لپاره د سوله ساتو ځمکنیو ځواکونو د لېږلو څخه ډډه وکړو».
دمګړی د «داوطلب اېتلاف» اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو لپاره په مشورو بوخت دی او یوازې به د جګړې د پای ته رسېدو او یوې هوکړې وروسته د اوربند څارنې لپاره ځواکونه واستوي.
په ورته مهال لوېدیځ پوځي پلان جوړونکي د داسې اقدام په اړه په عامه توګه له بحث کولو څخه ډډه کوي او داسې انګیري چې روسیه به دغه ډول اقدام د شخړې د زیاتوالي په توګه وګڼي.
پوتین په تېر سپټمبر میاشت کې په اوکراین کې د سولهساتو ځواکو د جوړولو لپاره د لوېدیځ وړاندیزونه رد کړل او ویلي یې و، چې اوکراین ته لېږل شوي سرتېري به مشروع هدف وګرځي.
خو جانسن بیا وايي، چې پوتین باید اوکراین او د هغه متحدینو ته شرایط ونهټاکي.
پر همدغه مهال د جانسن د څرګندونو په ځواب کې د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې حکومت لا هم له اوربند وروسته اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو لپاره د داوطلب اېتلاف سره په ګډه کار کوي.
د برېتانیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په اوکراین کې د برېتانیا په مشرۍ د څو ملیتي ځواک به اوږدمهاله سوله خوندي کړي او لومړي وزیر روښانه کړې چې موږ به هلته برېتانوي سرتېري ځای پر ځای کړو کله چې شخړه پای ته ورسېږي».
پر همدې مهال، بوریس جانسن ویلي چې په اوکراین کې جګړه د کریمیا له لاسه وتلو، له اوکراین سره د لوېدیځ د ملاتړ د ناکامۍ، د خپل ولس پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله بشارالاسد ته په سزا ورکولو کې د پاتې راتلو او همدارنګه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ناورین پایله ده.
نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغه څه له امله چې هغه په افغانستان کې لیدلي وو زړور شو او یو عمومي احساس شتون درلود چې لوېدیځ د کمزورۍ په حالت کې دی. هغه له افغانستان څخه د امریکایانو د ګډوډ وتلو او همدارنګه د برېتانوي ځواکونو وتلو هغه وحشتناک انځورونه لیدلي وو او دې مسلې هغه په حقیقت کې زړور کړ».