• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان د افغانستان د بې‌وزلو خلکو ملاتړ لپاره د ۲،۰۸ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۳ GMT+۰

د جاپان سفارت په افغانستان کې اعلان وکړ چې د نړیوال بانک سره یې د ۲،۰۸ میلیونه ډالرو مرسته‌ییز تړون لاسلیک کړی، چې د افغانستان د بیاودانۍ د تمویل صندوق (ARTF) له لارې به د اړتیا وړ خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ځوانانو د ژوندانه د چارو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت په ایکس لیکلي، چې جاپان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او هڅه کوي د بې‌وزلو افغانانو ژوند کې ښه والی راولي او هغوی ته د عاید او ژوند فرصتونه برابر کړي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ایران او پاکستان، نږدې ۳نیم زره کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه شوي دي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰
تېره ورځ له ایران او پاکستان، نږدې ۳نیم زره کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۶۹۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۴۶۳ کسان دي له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۴۶ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۰۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۶۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۶کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د ډیریدو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

ولادیمیر پوتین د افغانستان جګړې پخوانیو سرتېرو ته د اضافي رخصتۍ قانون لاسلیک کړ

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۰
ولادیمیر پوتین د افغانستان جګړې پخوانیو سرتېرو ته د اضافي رخصتۍ قانون لاسلیک کړ
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې اوکراین، سوریې او افغانستان ته لېږل شویو پخوانیو سرتېرو ته په کال کې تر ۳۵ ورځو پورې بې‌تنخوا رخصتي ورکول کېږي.

دا قانون هغه کسانو لپاره دی چې تر شپږو میاشتو زیات په ماموریت کې پاتې شوي وي خو په مستقیمو جګړو کې یې برخه نه وي اخیستې.

د روسیې کامرسانت ورځپاڼې، راپور ورکړی چې هغه پخواني سرتېري چې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر څخه د ۱۹۸۹ کال تر ډسمبر پورې افغانستان ته استول شوي وو، کولای شي له دې رخصتۍ ګټه واخلي.

د قانون له مخې، هغه پخواني سرتېري هم چې د ۲۰۱۵ کال له سپټمبر راهیسې سوریې ته، د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې دونېسک او لوهانسک ته، او د همدې کال له سپټمبر راهیسې زاپوریژیا او خرسون ته لېږل شوي، کولای شي له دې امتیازه ګټه واخلي.

هغه کسان چې په مستقیم ډول یې په جګړه‌ییزو عملیاتو کې برخه اخیستې، له دې وړاندې هم په کال کې د ۳۵ ورځو بې‌تنخوا رخصتۍ حق درلود.

یاروسلاو نیلوف، د کار، ټولنیزې پالیسۍ او د پخوانیو سرتېرو د چارو د کمېټې مشر، ویلي چې د دې امتیاز پراختیا تر ډېره هغو ساختماني کارګرانو، د بیړنیو خدمتونو کارکوونکو او د ښاري خدمتونو مامورینو ته شامله ده چې په ماموریتي سیمو کې یې کار کړی خو په مستقیمو نښتو کې حاضر نه وو.

مایک هاکبي: ایران باید ډونالډ ټرمپ هم په مذاکراتو او هم د زور په کارولو کې جدي ونیسي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۰
مایک هاکبي: ایران باید ډونالډ ټرمپ هم په مذاکراتو او هم د زور په کارولو کې جدي ونیسي
100%

په اسرایيل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د شنبې په ورځ له "نیوز مکس" سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران رژیم باید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مذاکراتو په ډګر کې او هم د زور په کارولو کې جدي وګڼي.

نوموړي زیاته کړې: «جګړه ښايي یوازینۍ لاره وي چې ایران پرې د جدیت کچه درک کړي او پوه شي چې موږ څومره جدي یوو».

هاکبي ویلي، چې ایران څو میاشتې وړاندې د ټرمپ جدیت درک نه‌کړ او «له همدې امله پښېمانه شو».

هاکبي له نیوز مکس سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ غواړي چې ایران د یورانیمو غني کول او د بالسټیک توغندیو جوړولو بهیر ودروي.

نوموړي زیاته کړې: «دا کارونه وکړئ او ښایي موږ یوې هوکړې ته ورسېږو او سوله وکړو. خو که ایران یې ونه‌مني، نو موږ ته نور ټول انتخابونه هم د مېز پر سر پراته دي».

د برېتانیا پخوانی لومړی وزیر: افغانستان کې د لوېدیځ ماتې پوتین د اوکراین پروړاندې زړور کړ

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۰
د برېتانیا پخوانی لومړی وزیر: افغانستان کې د لوېدیځ ماتې پوتین د اوکراین پروړاندې زړور کړ
100%

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې «له افغانستان څخه د امریکایانو جبري وتل او له دغه هېواد څخه د برېتانیا وتل» ولادیمیر پوتین د اوکراین په اړه زړور کړی دی.

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر زیاته کړې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له نیولو ورروسته د اوکراین جګړه د لوېدیځ د ناکامۍ پایله ده.

بوریس جانسن ویلي، چې برېتانیا او اروپايي متحدین یې باید په سملاسي ډول اوکراین ته غېر جنګي سرتېري واستوي، ترڅو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وښيي چې لوېدیځ هېوادونه په ریښتیا د اوکراین ازادۍ او خپلواکۍ ته ژمن دي.

بوریس جانسن پر اوکراین د روسیې د برید د څلورمې کالیزې په مناسبت بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې یاد ځواکونه باید غېر جنګي ماموریتونو کې ځای پرځای شي.

جانسن زیاته کړې: «زه هېڅ داسې منطقي دلیل نه وینم چې موږ ولي د ازاد او خپلواک اوکراین د ملاتړ لپاره د سوله ساتو ځمکنیو ځواکونو د لېږلو څخه ډډه وکړو».

دمګړی د «داوطلب اېتلاف» اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو لپاره په مشورو بوخت دی او یوازې به د جګړې د پای ته رسېدو او یوې هوکړې وروسته د اوربند څارنې لپاره ځواکونه واستوي.

په ورته مهال لوېدیځ پوځي پلان جوړونکي د داسې اقدام په اړه په عامه توګه له بحث کولو څخه ډډه کوي او داسې انګیري چې روسیه به دغه ډول اقدام د شخړې د زیاتوالي په توګه وګڼي.

پوتین په تېر سپټمبر میاشت کې په اوکراین کې د سوله‌ساتو ځواکو د جوړولو لپاره د لوېدیځ وړاندیزونه رد کړل او ویلي یې و، چې اوکراین ته لېږل شوي سرتېري به مشروع هدف وګرځي.

خو جانسن بیا وايي، چې پوتین باید اوکراین او د هغه متحدینو ته شرایط ونه‌ټاکي.

پر همدغه مهال د جانسن د څرګندونو په ځواب کې د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې حکومت لا هم له اوربند وروسته اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو لپاره د داوطلب اېتلاف سره په ګډه کار کوي.

د برېتانیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په اوکراین کې د برېتانیا په مشرۍ د څو ملیتي ځواک به اوږدمهاله سوله خوندي کړي او لومړي وزیر روښانه کړې چې موږ به هلته برېتانوي سرتېري ځای پر ځای کړو کله چې شخړه پای ته ورسېږي».

پر همدې مهال، بوریس جانسن ویلي چې په اوکراین کې جګړه د کریمیا له لاسه وتلو، له اوکراین سره د لوېدیځ د ملاتړ د ناکامۍ، د خپل ولس پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله بشارالاسد ته په سزا ورکولو کې د پاتې راتلو او همدارنګه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ناورین پایله ده.

نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغه څه له امله چې هغه په افغانستان کې لیدلي وو زړور شو او یو عمومي احساس شتون درلود چې لوېدیځ د کمزورۍ په حالت کې دی. هغه له افغانستان څخه د امریکایانو د ګډوډ وتلو او همدارنګه د برېتانوي ځواکونو وتلو هغه وحشتناک انځورونه لیدلي وو او دې مسلې هغه په حقیقت کې زړور کړ».

جاوېد اختر: طالبان ظالمان دي او د هند عالمان دې د هغوی اصول‌نامه وغندي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۰
جاوېد اختر: طالبان ظالمان دي او د هند عالمان دې د هغوی اصول‌نامه وغندي
100%

د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو پر نوې اصول‌نامې سختې نیوکې کړې دي او هغوی یې "ظالمان" بللي. نوموړي د هند له مذهبي مشرانو غوښتي، چې د طالبانو نوي قوانین وغندي.

د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو نوې اصول‌نامې ته په غبرګون د هند پر دیني او مذهبي مشرانو غږ کړی، چې د افغان طالبانو نوي قوانان باید د سیاسي محصلحتونو په پام کې نیولو پرته وغندي.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «طالبانو په خپل نوي قانون کې د ښځو وهل په داسې شرط قانوني کړي چې هډوکي یې باید مات نه‌شي. د طالبانو په حکم که یوه ښځه د مېره له اجازې پرته د پلار کورته لاړه شي، په درې میاشتیني بند محکومېږي».

نوموړړي ویلي، چې د هند دیني او مذهبي مشران باید طالبانو ته هېڅ ډول اعتبار او درناوی ورنه‌کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو یادې کړنې د اسلام په نوم ترسره کېږي او عالمان باید په دې اړه چوپ پاتې نه‌شي.

جاوېد اختر طالبان «ظالمان» بللي او د هغوی پر وړاندې یې د نړۍوالو پر جدي دریځ ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا یوه ۹۰ مخیزه جزايي اصول‌نامه توشیح شوه. په دغه اصول‌نامه کې داسې زاړه حکمونه شامل دي چې د جرم سزا د مجرم د "ازاد" یا "مريي" (غلام) توب پر بنسټ ټاکي.

جاوېد اختر پر داسې مهال له هندي عالمانو څخه د طالبانو د نویو قوانینو د غندلو غوښتنه کړې، چې څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د ستر دیوبند له دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه او ګڼو هندي دیني عالمانو د یاد طالب وزیر تود هرکلی وکړ.