د اروپا د پارلمان مشره: د ایران خلکو ۴۷کاله د ازادۍ لپاره نارې ووهلې نور باید ازاد شي

د اروپا د پارلمان مشرې روبرتا متسولا ویلي، چې د ایران خلک له هغه وخته چې هغې ته یاد دي، د «یو مذهبي او استبدادي حکومت تر واکمنۍ» لاندې ژوند کوي، داسې حکومت چې د هغې په وینا، د مخالفت او ازادۍ زغم نه لري.
هغې ټینګار کړی: «ایران باید ازاد وي.»
متسولا زیاته کړې: «۴۷ کاله په چوپتیا کې چیغې وهل ډېر اوږد وخت دی. د ایرانیانو هېڅ نوې نسل باید ویره د خپلې زېږېدنې د وخت حق په توګه په میراث وانخلي.»
