مقاومت جبهه وايي چې په کندز کې یې درې طالب وسله وال وژلي

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې مقاومت جهبې ادعا کړې چې تېره ورځ یې په کندز ولایت کې د طالبانو د ګزمې پر یوه موټر برید کړي او درې طالب وسله وال یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې مقاومت جهبې ادعا کړې چې تېره ورځ یې په کندز ولایت کې د طالبانو د ګزمې پر یوه موټر برید کړي او درې طالب وسله وال یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د یادې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید یې د شنبې پر ماښام د کب په ۲مه نېټه شاوخوا اووه بجې د کندز ښار په کابل بندر سیمه کې هوایي ډګر ته نږدې کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د یادې ګزمې طالب مشر هم شامل دی.
مقاومت جبهې ویلي چې د برید پر مهال د دوی ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. دغه ډله زیاتوي، چې ورته هدفمند بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد د دوي د عملیاتو د لړۍ برخه ده، چې موخه یې د طالبانو د غیرقانوني واکمنۍ له منځه وړل دي.
تر اوسه طالبانو د دغې جبهې د ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په بادغیس ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې ددغه ولایت په «پُشته لامان» سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتوله امله ۹ کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د طالبانو د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس له خپل اصلي سړکه تر وتلو وروسته چپه شوی دی.
دغه پېښه د بند سبزک لارې په پای کې شوې او یاد بس ۴۵ مسافر له هرات څخه د بادغیس ولایت مرکز قلعهنو ته لېږدول.
د معلوماتو له مخې، په بس کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو. ځايي سرچینې وایي چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
بند سبزک هغه سیمه ده چې د هرات او بادغیس ولایتونه سره نښلوي.
دا غرنۍ او ستونزمنه لاره پخوا د کوچنیو موټرو لپاره هم خطرناکه بلل کېده، خو په وروستیو کلونو کې د سړک له قیر کېدو وروسته د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ هم پر دې لار زیات شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۶۹۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۴۶۳ کسان دي له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۴۶ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۰۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۶۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۶کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د ډیریدو په هکله اندیښنه ښودلې ده.
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې «له افغانستان څخه د امریکایانو جبري وتل او له دغه هېواد څخه د برېتانیا وتل» ولادیمیر پوتین د اوکراین په اړه زړور کړی دی.
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر زیاته کړې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له نیولو ورروسته د اوکراین جګړه د لوېدیځ د ناکامۍ پایله ده.
بوریس جانسن ویلي، چې برېتانیا او اروپايي متحدین یې باید په سملاسي ډول اوکراین ته غېر جنګي سرتېري واستوي، ترڅو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وښيي چې لوېدیځ هېوادونه په ریښتیا د اوکراین ازادۍ او خپلواکۍ ته ژمن دي.
بوریس جانسن پر اوکراین د روسیې د برید د څلورمې کالیزې په مناسبت بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې یاد ځواکونه باید غېر جنګي ماموریتونو کې ځای پرځای شي.
جانسن زیاته کړې: «زه هېڅ داسې منطقي دلیل نه وینم چې موږ ولي د ازاد او خپلواک اوکراین د ملاتړ لپاره د سوله ساتو ځمکنیو ځواکونو د لېږلو څخه ډډه وکړو».
دمګړی د «داوطلب اېتلاف» اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو لپاره په مشورو بوخت دی او یوازې به د جګړې د پای ته رسېدو او یوې هوکړې وروسته د اوربند څارنې لپاره ځواکونه واستوي.
په ورته مهال لوېدیځ پوځي پلان جوړونکي د داسې اقدام په اړه په عامه توګه له بحث کولو څخه ډډه کوي او داسې انګیري چې روسیه به دغه ډول اقدام د شخړې د زیاتوالي په توګه وګڼي.
پوتین په تېر سپټمبر میاشت کې په اوکراین کې د سولهساتو ځواکو د جوړولو لپاره د لوېدیځ وړاندیزونه رد کړل او ویلي یې و، چې اوکراین ته لېږل شوي سرتېري به مشروع هدف وګرځي.
خو جانسن بیا وايي، چې پوتین باید اوکراین او د هغه متحدینو ته شرایط ونهټاکي.
پر همدغه مهال د جانسن د څرګندونو په ځواب کې د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې حکومت لا هم له اوربند وروسته اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو لپاره د داوطلب اېتلاف سره په ګډه کار کوي.
د برېتانیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په اوکراین کې د برېتانیا په مشرۍ د څو ملیتي ځواک به اوږدمهاله سوله خوندي کړي او لومړي وزیر روښانه کړې چې موږ به هلته برېتانوي سرتېري ځای پر ځای کړو کله چې شخړه پای ته ورسېږي».
پر همدې مهال، بوریس جانسن ویلي چې په اوکراین کې جګړه د کریمیا له لاسه وتلو، له اوکراین سره د لوېدیځ د ملاتړ د ناکامۍ، د خپل ولس پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله بشارالاسد ته په سزا ورکولو کې د پاتې راتلو او همدارنګه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ناورین پایله ده.
نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغه څه له امله چې هغه په افغانستان کې لیدلي وو زړور شو او یو عمومي احساس شتون درلود چې لوېدیځ د کمزورۍ په حالت کې دی. هغه له افغانستان څخه د امریکایانو د ګډوډ وتلو او همدارنګه د برېتانوي ځواکونو وتلو هغه وحشتناک انځورونه لیدلي وو او دې مسلې هغه په حقیقت کې زړور کړ».
د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو پر نوې اصولنامې سختې نیوکې کړې دي او هغوی یې "ظالمان" بللي. نوموړي د هند له مذهبي مشرانو غوښتي، چې د طالبانو نوي قوانین وغندي.
د هند مشهور شاعر او لیکوال جاوېد اختر د طالبانو نوې اصولنامې ته په غبرګون د هند پر دیني او مذهبي مشرانو غږ کړی، چې د افغان طالبانو نوي قوانان باید د سیاسي محصلحتونو په پام کې نیولو پرته وغندي.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «طالبانو په خپل نوي قانون کې د ښځو وهل په داسې شرط قانوني کړي چې هډوکي یې باید مات نهشي. د طالبانو په حکم که یوه ښځه د مېره له اجازې پرته د پلار کورته لاړه شي، په درې میاشتیني بند محکومېږي».
نوموړړي ویلي، چې د هند دیني او مذهبي مشران باید طالبانو ته هېڅ ډول اعتبار او درناوی ورنهکړي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو یادې کړنې د اسلام په نوم ترسره کېږي او عالمان باید په دې اړه چوپ پاتې نهشي.
جاوېد اختر طالبان «ظالمان» بللي او د هغوی پر وړاندې یې د نړۍوالو پر جدي دریځ ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده لهخوا یوه ۹۰ مخیزه جزايي اصولنامه توشیح شوه. په دغه اصولنامه کې داسې زاړه حکمونه شامل دي چې د جرم سزا د مجرم د "ازاد" یا "مريي" (غلام) توب پر بنسټ ټاکي.
جاوېد اختر پر داسې مهال له هندي عالمانو څخه د طالبانو د نویو قوانینو د غندلو غوښتنه کړې، چې څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د ستر دیوبند له دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه او ګڼو هندي دیني عالمانو د یاد طالب وزیر تود هرکلی وکړ.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو پر ۷ پټنځایونو هوایې بریدونه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د شنبې په شپه ناوخته د یوې اعلامیه په خپرولو سره په افغانستان کې د هوايي بریدونو ترسره کول تایید کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد هېواد هوايي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د «ترهګرو» پر ۷ پټنځایونو باندې هوايي بمبارۍ کړې دي.
پاکستان ویلي، چې یاد بریدونه یې د ټيټيپي او داعش پر پټنځاینو کړې دي.
پاکستان ویلي، یاد بریدونه یې د هغو شواهدو پر بنسټ کړي چې ښیي په اسلاماباد، باجوړ او بنو کې د وروستیو بریدونو طراحان او ریښې په افغانستان کې وې.
په اعلامیه کې راغلي: «پاکستان په یو غچ اخیستونکي ځواب کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پاکستاني طالبانو او داعش پر اوو ترهګریزو کمپونو او پټنځایونو چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې موقعیت لري، دقیق او هدفمند بریدونه کړي دي».
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت ورته لومړیتوب لري او یاد بریدونه یې د غچ اخېستو په موخه کړې دي.
پاکستان ویلي، چې په افغانستان کې د «ترهګرو» د شتون او د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي په موخه یې په ځلونو له افغان طالبانو څخه غوښتنې کړې، خو طالبان د یادو ډلو په محار کې پاتې راغلي دي.
پاکستان یوځل په ټینګار سره له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د پاکستان پر ضد ډلو ته دې د افغانستان د خاورې استفاده کولو اجازه نه ورکوي.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.