• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان شخړې په تدریج له وړو شخړو نه د سرحدي تقابل پر لور حرکت کوي

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکوپام وړ بدلون موندلی او پر ډېورنډ کرښه د نظامي ترینګلتیاوو کچه لوړه شوې ده.

د شته شمېرو له مخې، په دې موده کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لږ تر لږه اته ځله مستقیمې نښتې او هوايي بریدونه ثبت شوي دي. د دغو پېښو ټولیز انساني لګښت دروند و. په مجموع کې د افغانستان اړخ ته۱۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د ۲۰۲۵ کال شمېرې ښيي چې په پاکستان کې هم له وسله‌والو شخړو سره تړلې مرګ ژوبله ۷۳ سلنه لوړه شوې ده، چې د بې‌ثباتۍ او د تاوتریخوالي د تصاعد ښکارندويي کوي. په یاده موده کې ۲۱۱۵ وسله‌وال، ۶۶۴ امنیتي سرتېري او ۵۸۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د همدې امنیتي کړکېچ په پایله کې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ پر کرښه درې ځله اوږدمهالې او نسبتا پراخې نښتې شوې دي، چې څو ورځې یې دوام کړی او درنې وسلې پکې کارول شوې دي. سربېره پر دې، څلور ځله یوازې متقابلې ډزې شوې دي، چې که څه هم لنډمهالې وې، خو د سرحدي مدیریت د میکانېزمونو د نشتوالي او د باور د کچې د ټیټوالي له امله یې دوام کړی دی.

له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ په قطر او ورپسې په ترکیه او سعودي عربستان کې خبرې اترې وشوې، خو دې خبرو اترو پایله نه درلوده، ځکه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پر پاکستاني ځواکونو بریدونو دوام وکړ او پاکستاني چارواکي ددې بریدونو عوامل په افغانستان کې میشت پاکستان ضد وسله وال ګڼي.
100%
له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ په قطر او ورپسې په ترکیه او سعودي عربستان کې خبرې اترې وشوې، خو دې خبرو اترو پایله نه درلوده، ځکه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پر پاکستاني ځواکونو بریدونو دوام وکړ او پاکستاني چارواکي ددې بریدونو عوامل په افغانستان کې میشت پاکستان ضد وسله وال ګڼي.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ امنیتي اړیکې څو ځله له کړکېچ سره مخ شوې دي.

د دواړو خواوو د اړیکو د ترینګلتیا یو مهم لامل ټي ټي پي او نور پاکستاني وسله وال ګڼل کیږي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه او چاودنې چټک کړي دي.

پاکستان د ټي ټي پي د بریدونو په غبرګون کې څو ځله د افغانستان پر ختیزو او سوېل ختیزو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورسره مل وو.

اسلام‌اباد ټینګار کوي چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال دي، چې له دې سیمو نه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو د طالبانو اداره دا بریدونه د افغانستان د حریم او حاکمیت سرغړونه بولي او وايي، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده.

پاکستان په یو شمېر هوايي بریدونو کې د ټي ټي پي د وسله والو او قوماندانانو د وژل کېدو ادعاوې هم کړې دي، خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي.

د بریدونو لړۍ

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۶مه، د خوست سپېره او د کونړ شلټن سیمې د شپې ناوخته د هوايي بریدونو هدف وګرځېدې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اعلان وکړ، چې د پاکستان هوايي ځواک په خوست کې د څلورو کلیو استوګنیزې سیمې په نښه کړې، چې لږ تر لږه ۴۱ ملکي وګړي پکې ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول. وژل شوي او ټپیان شوي کسان ډېری وزیرستاني کډوال ګڼل کېدل. په کونړ ولایت کې هم د بریدونو له امله ۶ ملکي وګړي ووژل شول. په همدې حال کې، د کونړ څو ولسوالۍ له دې وړاندې د درنو توپچي بریدونو لاندې وې چې درې ورځې یې دوام کړی و.

دا هوايي بریدونه وروسته له هغه و شول چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف خبرداری ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې د کمین په برید کې د اوو سرتېرو له وژل کېدو وروسته به غچ اخیستل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل چې د هغو وسله‌والو پر وړاندې «جدي اقدامات» وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي، او ادعا یې وکړه چې «ترهګر له افغان خاورې په ازاد ډول د پاکستان دننه فعالیتونه کوي.»

په ۲۰۲۴ کال کې د «طالب لیکس» په نامه هېکرانو د یورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانې نظامیانو د بریدونو د جزئياتو یو مکتوب خپور کړ. د مکتوب له مخې، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پاکستان د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو ۱۶ ګزمې او له ډيورنډ کرښې دې خوا په څلور ولایتونو کې ۱۴ توغنديز بریدونه کړي.

دغه ۶۴۲ ګڼه مکتوب د طالبانو امنیتی همکاريو او سرحدي چارو ادارې په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته لېږلی او له هغوی یې غوښتي وو، چې د کوربه هېواد اړوند وزارت ته يې وليږي.

په مکتوب کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر مياشتې له ۲۵مې څخه بیا د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۳ مې پورې د پاکستاني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو او د ډیورنډ کرښې څخه پر افغان خاوره د وسله والو بريدونو مکمل جزئيات او د سیمو (کوردینات) لیکل شوي وو.

په مکتوب کې په ډاګه شوې وه، چې په همدې جريان کې د پاکستان نظامي ځواکونو په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار او هلمند ولایتونو کې د بې پيلوټه او جټ الوتکو ۱۶ هوايي ګزمې کړې دي. طالبانو په خپل دې ۶ مخیز مکتوب کې په بشپړو جزئياتو سره ليکلي، چې د پاکستان پوځيانو له ډيورنډ کرښې دې خوا د پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ بيلابيلو سيمو ته توغندي توغولي او د طالبانو پر تاسیساتو يې هم وسله وال بريدونه کړي دي.

دغه مکتوب افغانستان انټرنشنل خپور کړی و، خو پاکستاني چارواکو د طالبانو ددغو ادعاوو په اړه غبرګون ونه ښود.

وروستي بریدونه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۲مه په ننګرهار او پکتیکا کې وشول، چې د راپورونو له مخې ۲۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.
100%
وروستي بریدونه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۲مه په ننګرهار او پکتیکا کې وشول، چې د راپورونو له مخې ۲۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸مه د پاکستان هوايي بریدونو په خوست ولایت (د سپېره ولسوالۍ، افغان دوبۍ سیمه) کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، چې له امله یې یو بالغ نارینه ملکي وګړی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

همداراز په پکتیکا ولایت (د برمل ولسوالۍ، لمن سیمه) کې اووه ملکي وګړي ووژل شول چې دوه ښځې، درې نجونې او دوه هلکان پکې شامل وو.په همدې ورځ وروسته، د پکتیا ولایت (د ډنډې پټان ولسوالۍ په خرلاڅي سیمه) کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله‌والې نښتې وشوې چې له امله یې څلور افغان ملکي وګړي (درې ماشومان او یو بالغ نارینه) ووژل شول او اووه نور افغان ملکي وګړي (دوه ماشومان، څلور بالغې ښځې او یو بالغ نارینه) ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پېښې په کلکه وغندلې، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ د ۱۸مې د پېښو په اړه ملګرو ملتونو ته وویل چې دوی دا تورونه ردوي، چې ګواکې د پاکستان پوځ په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

یاد وزارت وویل، چې«پر پاکستاني ملکي وګړو او وسله‌والو ځواکونو د بریدونو پلان جوړېده او داسې ښکاري هغه کسان چې د مارچ پر۱۸مه له منځه وړل شوي، د ملکي وګړو په توګه شمېرل کېږي».

۲۰۲۵ کال د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په مختلفو سیمو کې ډزې تبادله شوې.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ تر ډسمبر ۳۱مې پورې په خپل رپوټ کې وویل، چې د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ په نښتو او بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان شوي دي.

یوناما وویل، یوازې د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې پورې د ترینګلتیاوو د چټک زیاتوالي په ترڅ کې تر ۵۰۰ ډېرې ملکي مرګ ژوبلې ثبت شوې چې ۴۷ تنه پکې وژل شوي او ۴۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۱۱مه ماښام د پکتیا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سرحدي سیمو کې درنې نښتې پیل شوې چې تر بل سهاره یې دوام وکړ. په پکتیا، ډنډ پټان ولسوالۍ، نري کنډو سیمه کې د هاوان مرمیو له امله ۶ ملکي وګړي (۴ سړي او ۲ ښځې) ټپیان شول. دغه راز د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۱ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شول.

د اکتوبر پر ۱۲مه د هلمند په دېشو ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ له امله یو ملکي کس ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د یوناما د رپوټ له مخې، د اکتوبر ۱۵مه د ملکي مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو سخته ورځ وه.

په همدې ورځ ۴۵۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته (۳۵ وژل شوي، ۴۲۲ ټپیان)، چې نږدې ۹۰ سلنه یې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې وو. دغه ملکي کسان د پاکستان په هوايي بریدونو او د هاوان مرمیو د توغولو په پایله کې ووژل شول او ټپيان شول. په یوه جلا هوايي برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون۷ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول. د قربانیانو له ډلې ۲۷ تنه د یوې کورنۍ غړي وو.

په اسلام اباد کې د شیعه وو پر جومات برید مسوولیت داعش پرغاړه واخېست، خو پاکستاني چارواکو وویل چې ځانمرګي بریدګر افغانستان ته سفر کړی و
100%
په اسلام اباد کې د شیعه وو پر جومات برید مسوولیت داعش پرغاړه واخېست، خو پاکستاني چارواکو وویل چې ځانمرګي بریدګر افغانستان ته سفر کړی و

د طالبانو په متقابلو بریدونو کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته هم ملکي کسان په نښه شول.

په همدې ورځ د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند پروژه تایمني کې دوې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۹ تنه پکې ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول. د استوګنې کورونه او دوکانونه سخت زیانمن شول. طالبانو لومړی دا د ټانکر د چاودېدو پېښه وګڼله، خو وروسته یې ومنله، چې دا برید و. دا لومړی ځل و چې پاکستان پر پلازمېنې کابل برید وکړ او دلیل یې دا باله، چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.

دغه راز په خوست کې د ډزو په تبادله کې یو خبریال ووژل شو او بل ټپي شو.په پکتیکا کې هم د هاوان مرمیو له امله ماشومان ټپیان شول.

که څه هم د اکتوبر ۱۵مې ماښام دواړو لوریو د اوربند اعلان وکړ، خو له اوربند وروسته هم مرګ ژوبلې دوام درلود.

د اکتوبر ۱۷مه په پکتیکا کې د هوايي برید له امله ۱۱ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.

د نومبر په ۶مه په سپین بولدک کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. دغه راز د نومبر په ۲۴مه په خوست کې د هوايي برید له امله ۱۰ ملکي وګړي (۵ هلکان، ۴ نجونې او یوه ښځه) ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.په همدې شپه په پکتیکا او کونړ کې نور بریدونه وشول چې ماشومان او ښځې پکې ټپیان شول.

د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر۲۵مه ، په خوست کې ۱۰ کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول. ځايي اوسېدونکو د ملګرو ملتونو د استازځي دفتر ته وویل چې کورونه او ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.

طالبانو ددغه برید مسوول د پاکستان پوځ وباله، خو د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چوهدري په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د ادارې له لوري لګول شوي تورونه «بې‌اساسه» دي. چوهدري وویل: «هر کله چې پاکستان برید کوي، په ښکاره یې کوي»، او زیاته یې کړه چې د اسلام‌اباد «جګړه له ترهګرو سره ده، نه له افغانانو سره».

هغه ټینګار وکړ چې تر هغه به له کابل سره خبرې ونه شي څو طالبان د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو وسله‌والو پر ضد «د تایید وړ» اقدام ونه کړي.

د ډسمبر په ۴مه په پکتیکا کې ۳ مزدوران ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول. د ډسمبر په ۵مه په سپین بولدک کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. ۱۵ ورځې وروسته په کونړ کې یو ۱۵ کلن هلک د هاوان مرمۍ له امله ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.

له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ په قطر او ورپسې په ترکیه او سعودي عربستان کې خبرې اترې وشوې، خو دې خبرو اترو پایله نه درلوده، ځکه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پر پاکستاني ځواکونو بریدونو دوام وکړ او پاکستاني چارواکو ددې بریدونو سرچینه په افغانستان کې میشت پاکستان ضد وسله وال ګڼل.

طالبانو د روژې په پیل کې د سعودي عربستان یوه پلاوي ته درې پاکستاني سرتېري چې د اکتوبر پر ۱۲مه نیول شوي وو، وسپارل، خو پاکستان یوځل بیا د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر۲۲مه په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل، چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۳ کسان پکې ووژل شول او تر شلو ډېر نور ټپیان شول. پاکستان یو ځل بیا وویل چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال وو، خو ځايي اوسېدونکو او د ملګرو ملتونو استازځي وویل چې په بریدونو کې۱۳ وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

دغه بریدونه په اسلام اباد کې پر یوه جومات او په بنو او باجوړ کې له بریدونو وروسته وشول.

پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د اسلام اباد ځانمرګي بریدګر افغانستان ته سفر کړی و او په نورو بریدونو کې افغان وګړي ښکیل وو.

د پاکستان کړکېچن امنیتي وضعیت

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ په ۲۰۲۵ کال کې رپوټ ورکړ، چې له وسله والو شخړو سره تړلې مړینې ۷۳ سلنه زیاتې شوې. د رپوټ له‌مخې، په دې موده کې ۲۱۱۵ وسله‌وال، ۶۶۴ امنیتي سرتېري او ۵۸۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي، چې یاد کال له ۲۰۱۵ راهیسې د وسله‌والو لپاره تر ټولو خونړی او له ۲۰۱۱ کال راهیسې د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکی او په وروستۍ لسیزه کې د ملکي تلفاتو له پلوه تر ټولو بد کال و. دغه انسټیټیوټ وویل، چې په یاده موده کې د دولت‌پلوه سولې د کمېټو ۲۸ غړي هم په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي. د دې ادارې د ۲۰۲۴ کال په رپوټ کې له ترهګرۍ سره تړلي ۱۹۵۰ مړینې ثبت شوې وې.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ د رپوټ له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې د تاوتریخوالي له "بې‌ساري زیاتوالي" سره مخ و، هم د شدت او هم د پېښو له اړخه چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

۲۰۲۵ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکی او په وروستۍ لسیزه کې د ملکي تلفاتو له پلوه تر ټولو بد کال و
100%
۲۰۲۵ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکی او په وروستۍ لسیزه کې د ملکي تلفاتو له پلوه تر ټولو بد کال و

په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر هم د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۶ سلنه زیات شوی و او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله هم د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۴ سلنه لوړه شوې وه.

ډرون څرخکې د پاکستاني طالبانو په جګړه ییز تاکتیک کې نوی اړخ دی، چې په ۲۰۲۶ کال کې یې د استعمال کچه لوړه شوې ده.

افغانستان انټرنشنل د روان کال په لومړیو کې رپوټ ورکړی و، چې وسله وال جنګیالي د ډرون څرخکو په لټه کې دي او لومړنۍ ازموینې یې په لمن سرحدي سیمه کې ترسره کړې دي. ددغه رپوټ له خپرېدو وروسته د ډرون څرخکو د بریدونو پېښې ډېرې شوې، چې اوس د پاکستان د امنیتي ځواکونو، په ځانګړې توګه د پولیسو لپاره یوه ستره ننګونه ده.

پاکستاني ځواکونو هم په خپلو لیکو کې د ډرون څرخکو او جمر تجهیزاتو استعمال ډېر کړی او په دې وروستیو کې یې پولیس هم په دې تجهیزاتو سمبال کړي دي.

د کړکېچ د پراخېدو اندېښنې

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د یادو امنیتي پېښو په رڼا کې وضعیت د ټیټ شدت شخړې له پړاوه د محدودسرحدي تقابل پر لور د تدریجي خوځښت نښې ښيي. ثبت شوي هوايي بریدونه، متقابلې نښتې، د هاوان او درنو وسلو استعمال او دواړو خواوو ته د ملکي او نظامي مرګ ژوبلې لوړ ارقام ښيي چې له بریدونو او خبرو اترو سره سره تر اوسه د وضعیت په ښه والي کې هیڅ راز تغییر نه دی راغلی.

په پاکستان کې د ډېری بریدونو د مسوولیت ګوته ټي ټي پي او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحادالمجاهدین ډلې ته نیول کیږي
100%
په پاکستان کې د ډېری بریدونو د مسوولیت ګوته ټي ټي پي او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحادالمجاهدین ډلې ته نیول کیږي

د ټي ټي پي مساله د دواړو لوریو ترمنځ لاهم د شخړې اوبې‌باورۍ اصلي محور دی.

اسلام‌اباد دا ګواښ د افغانستان له خاورې سره تړي، خو طالبان یې د پاکستان داخلي موضوع بولي. د همدې اختلاف له امله سیاسي ډیالوګ له بنبست سره مخ دی، اوربند دوام نه کوي او د منځګړیتوب هڅې مخ پر پیکه کېدو دي.

د شنونکو په باور، وضعیت ته په پام، که د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اعتماد جوړونې تدابیر، د شخړې د حل ډیپلوماټیک کانالونه او پر کرښه د همغږۍ تخنیکي چوکاټونه فعال نه شي، د شخړې د لا پراخېدو او د ملکي تلفاتو د زیاتېدو احتمال ښايي لوړ پاتې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د احصایې او معلوماتو اداره وایي له دې وروسته د تابعیت تذکرو د تایید فیس نه اخلي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو په ولکه کې د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی، چې د مراجعینو د اسانتیا لپاره یې د تابعیت تذکرو د تایید فیس معاف کړی او له دې وروسته به دغه خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کېږي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم پر بنسټ شوې ده او موخه یې دا ده چې خلکو ته د هویت تثبیت په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

خبرپاڼه زیاتوي، هغه تېروتنې چې په تذکرو کې کارکوونکو په سهوه کړې وي او ناسم معلومات پکې درج شوي وي، له دې وروسته به د ولایتونو د ثبت احوال نفوس د امر، د ولسوالیو د ثبت احوال نفوس د مدیر او همدارنګه د برېښنايي تذکرو او اسان‌خدمت مرکزونو د مسوولینو له تایید وروسته، له فیس پرته څخه اصلاح کېږي.

انالینا بیربوک د طالبانو پر وړاندې نړۍ متحدانه عمل ته وهڅوله

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشرې انالینا بیربوک پر نړېوالو غږ کړې چې د طالبانو پر کړنو د سترګو پټولو وخت پای ته رسېدلی او باید د دې ډلې پر وړاندې په متحدانه ډول عمل وکړي.

بیربوک، چې په جینوا کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ته وینا کوله، وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت جدي او شدید پړاو ته رسېدلی او د دغه هېواد نیمایي نفوذ چې مېرمنې دي، په مطلق ډول له ټولنې حذف شوې دي.

بل خوا په جینوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه ویلي چې افغانستان د دې غونډې په اجنډا کې قرار لري او د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ او همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي خپل راپورونه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په تړاو یو ځانګړی ډیالوګ او پر ۲۷ مه نېټه به هراړخیز بحثونه او غونډې وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یاده غونډه نن دوشنبه د کب پر ۴مه نېټه په جینوا کې پیل شوې او دې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپله وینا کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې بشري حقونه له پراخ او بشپړ برید سره مخ دي.

هغه زیاته کړې، چې دا برید پټ او ناڅاپي نه دی، بلکې په ښکاره کیږي او ډېر ځله یې واکمن کسان مشري کوي.

تهران وايي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه لا پرېکنده پایلې ته نه دی رسېدلی

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانداسماعیل بقایی په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه به هغه وخت رسمي اعلامیه خپره شي، چې په دې اړه وروستۍ او پرېکنده پایلې ته ورسیږي. هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع حاکمیتي او سیاسي مساله وبلله.

بقایي د دوشنبې په ورځ، په خپله اونیزه خبري ناسته کې په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د افغانستان او ایران اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي، تمدني او دیني اړیکې څرګندې دي او «بیان ټینګار» ته اړتیا نه لري.

د هغه په وینا، د جغرافیا له مخې دواړه هېوادونه له ورته اندېښنو سره مخ دي او باید په همغږۍ د هغو پر وړاندې ګامونه واخلي. نوموړي د سرحدي ناامنۍ، د نشه يي توکو قاچاق او نورو ګډو مسایلو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې ستونزو د حل لپاره همکاري اړینه ده.

بقایي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تماسونه او تعاملات په ښه کچه روان دي.

هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع حاکمیتي او سیاسي مساله وبلله او ویې ویل، چې دا موضوع له پخوا راهیسې مطرح ده او هر وخت چې وروستۍ پرېکړه وشي، د بهرنیو چارو وزارت له لارې به په رسمي ډول اعلان شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو وویل، چې ایران له دې وضعیت څخه جدي اندېښنه لري، ځکه دواړه هېوادونه د ایران ګاونډیان او اسلامي هېوادونه دي او د تاوتریخوالي ډېرېدل یوازې د همدغو دوو هېوادونو تر پولو محدود نه پاتې کېږي.

هغه دغه راز وویل، «د ایران تلپاتې سپارښتنه دا ده چې دواړه لوري د خبرو اترو، زغم او ډیپلوماسۍ له لارې خپل اختلافات حل کړي».

د هغه په وینا، ایران چمتو دی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره خپلې ښې هڅې وکاروي.

طالبان: تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶زره مټریک ټنه انتقالات شوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی،‌ په تېرې سلواغې میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶زره او ۵۶۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۴۶۵زره او ۵۴۸ټنه، د اقینې بندر له لارې ۶۱زره او ۷۳۹ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱۳زره او ۲۱۷ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۸۶زره او ۵۶ ټنه انتقالات شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولیز ډول په دغه انتقالاتو کې واردات او صادرات دواړه شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات جوړوي چې یوازې تېره میاشت ۲زره او ۳۵۳ ټنه صادرات شوي دي. د صادراتو ډېره برخه وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به مناسب شرایط برابر کړي او سوداګرو ته به نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

طالبان وایي دامهال ۱۰زره بې‌سرپرسته ماشومان د دوی په روزنتونونو کې ساتل کېږي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي، چې له ګاونډيو هېوادونو نه ستانه شوي، له خپلو کورنیو لا درکه شوي او له کوڅو او سړکونو یې تر ۱۰زره ډېر ماشومان راټول کړي او له نامعلوم برخلیک څخه یې ژغورلي دي.

هغه ویلي، دغه ماشومان په روزنتونونو کې ساتل کېږي او د ژوند ټول امکانات ورته برابر شوي دي. سمیع الله ابراهیمي زیاته کړې، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د بې‌سرپرسته، د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو او له کوره د لادرکه شویو ماشومانو اړوند تر ۵۰زره زیاتې قضیې ثبت او ورته رسېدنه شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د یادو ماشومانو خوندیتوب، د حقونو ساتنه او له کورنیو سره د بیا يو ځای کېدو بهیر یې منظم پر مخ ځي. ابراهیمي ټینګار کړی، چې د یادو ماشومانو روزنې او پالنې ته هم پاملرنه کېږي.

هغه زیاته کړې: «د بې‌سرپرسته ماشومانو قضیو ته جدي پاملرنه کېږي؛ څو یاد ماشومان د هېواد له هرې سیمې راټول، روزنتونونو ته ولېږدول شي او له نامعلوم برخلیک څخه وژغورل شي».