محسن نقوي: پر پاکستان د بریدونو له امله به طالبان له سختو پایلو سره مخ شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ډیرونډ کرښې ته څېرمه د طالبانو لهخوا پر پاکستاني ځواکونو بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی او وايي، طالبان به د یادې کړنې له امله له سختو پایلو سره مخ شي.
ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو له پای ته رسېدو وروسته، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې پر پاکستان بریدونه لویه تېروتنه وه او دغه ډله به له سختو پایلو سره مخ شي.
نوموړي اعا کړې ده، چې د پاکستان پوځ د طالبانو بریدونو ته سخت ځواب ورکړی دی.
نوموړي ویلي: «امنیتي ځواکونه د هر ډول بریدګر تحرک د شنډولو لپاره بشپړ چمتووالی لري».
