د طالبانو ملي دفاع وزارت پر ډیورنډ کرښه غچ اخیستونکي بریدونه پای ته ورسول

د طالبانو ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دوی د لوی درستیز فصیح الدین فطرت په امر پر ډیورنډ کرښه د نن شپې غچ اخیستونکي بریدونه د شپې پر ۱۲ بجو پای ته رسولي دي. یاد وزارت وايي، دغو بریدونو کې ۵۵پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۹ پوستې یې ورته ویجاړې کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې په ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د دغو بریدونو پر مهال له څلورو پاکستاني پوستو څخه عسکر هم تښتېدلي دي.
همدا راز ویل شوي چې طالبانو یو شمېر پاکستاني عسکر تر نیول کېدو وروسته له ځان سره د افغانستان خاورې ته رالېږدولي دي. طالبانو په دې جګړه کې د خپلو ۸عسکرو وژل کېدل هم تایید کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت وایي، د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې بیا پاکستاني عسکرو پر بېرته راستنو شویو کډوالو باندې ډزې کړي چې له کبله یې ۱۳ کسان ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
هممهاله پاکستان هم ادعا کړې چې دغه جګړه کې یې ۴۰ طالبان وژلي؛ خو لا تر اوسه پورې هېڅ خپلواکې سرچینې د دواړو خواوو شمېرې نه دي تایید کړي.
