د طالبانو او پاکستان چارواکو یو بل ته په «قراني ایتونو» خبرداري ورکړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په «وما رمیت اذ رمیت ولکن الله رمی» باندې پر پاکستاني ځواکونو د ځوابي بریدونو پیل اعلان کړی او په ځواب کې یې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر د المایده سورت ایتونه لیکلي چې پر «ځمکه د فساد خپروونکو» لپاره سزاوې پکې یادې شوې.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاالله تارړ د ذبیح الله مجاهد د «وما رمیت اذ رمیت ولکن الله رمی» اېکس پوسټ په ځواب کې د المایده سورت۳۳–۳۴ایتونه لیکلي چې پر «ځمکه د فساد خپروونکو» لپاره سختې سزاوې پکې یادې شوې دي.
نوموړي دا ایتونه د هغو کسانو په تړاو کارولي، چې د ده په وینا، د دولت پر ضد وسلهوال اقدامات کوي.
بل لور ته، د طالبانو ویاند د «وما رمیت اذ رمیت ولکن الله رمی» ایت په لیکلو اعلان وکړ چې د پاکستاني پوځي کړیو له لوري د پرلهپسې بریدونو او «سرغړونو» په ځواب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ پر مرکزونو او تاسیساتو پراخ بریدونه پیل کړي دي.
هغه په پای کې دوعا کړې، چې «اللهم انصر المجاهدین في کل مکان».
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه سختې نښتې روانې دي او دواړې خواوې یوه او بل ته د مرګ ژوبلې اړولو او پوستو د نیولو او ویجاړولو ادعاوې کوي.
