• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبانو په جرمني کې د بن کونسلګرۍ لپاره یو پاکستانی د ای ټي مسوول ګومارلی

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو رسمي سندونو بر بنسټ، طالبانو د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې یو پاکستانی وګړی د ای ټي مسوول ګومارلی دی. دغه کس صفي الله نومیږي او کونسلګرۍ د ۲۵۰۰ یورو تنخوا په وړاندیز د یوه مکتوب له لارې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته معرفي کړی.

د جرمنی په بن ښار کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګرۍ کې سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره داسې اسناد شریک کړل، چې ښيي دې کونسلګرۍ یو پاکستانی وګړی د خپلې ای ټي د برخې د مسوول په توګه ګومارلی دی.

دوی اندېښنه وښوده، چې اوس د افغانستان د کونسلګرۍ محرم اسناد او معلومات خوندي نه دي او ویره شته چې دغه حساس معلومات افشا شي.

په مکتوب کې راغلي، چې د صفي الله په نامه پاکستاني وګړي له دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د جرمني په برلین سفارت کې دنده درلوده.

ځينو پخوانیو افغان ډیپلوماټانو وویل، چې په ځینو حالتونو کې د کوربه هېواد وګړی په سیاسي استازولیو کې ګومارل کېږي خو د درېیم هېواد وګړي ګومارل د اصولو خلاف کار دی.

طالبانو تر اوسه ددې ګومارنې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

100%

د یاد کس په اړه نور اسناد هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي چې د هغه د استوګنې جرمنی کارت هم پکې شامل دی.

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ، چې د روان کال په لړم میاشت کې یې چارې طالبانو ته سپارل شوې ، دي یوځل بیا بېرته فعاله شوې ده.

ددې کونسلګرۍ چارې د تلې میاشتې په وروستیو کې د پخوانیو ډیپلوماتانو او کارکوونکو له استعفا وروسته د طالبانو استازو ته وسپارل شوې.

د کونسلګرۍ مخکېني سرپرست حامد ننګیالي کبیري د کونسلګرۍ د کارکوونکو له ډله ییزې استعفا وروسته وویل، چې طالبانو ته د کونسلګرۍ په واک کې اخېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی شوی دی.

برلین وايي، چې دوی له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې ساتي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته ولاړ

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی. ټاکل شوې دغه پلاوی د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف او د یاد هېواد د څو ولایتونو له چارواکو سره د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د بلخ ولایت مقام دفتر او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پلاوي کې د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا، د سکتوري ادارو یو شمېر مشران، سوداګر او ملي پانګه‌وال هم شامل دي.

دغه ادارې وایي، د سفر موخه د سوداګرۍ د کچې لوړول، د پانګونې جذب، د ترانزیټي لارو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

ازبکستان د افغانستان له مهمو سیمه‌ییزو سوداګریزو شریکانو شمېرل کېږي او دواړه هېوادونه د ټرانزیټ، برېښنا، اورګاډي پټلۍ او پانګونې په برخو کې ګډې پروژې لري.

طالبانو له ترکمنستان نه د اورګاډي واګونونه د زياتوالي غوښتنه کړې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر فیض الله تمیم د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ او ګمرکونو له مرستیالانو سره په جلا، جلا ناستو کې غوښتنه کړې، چې د نفتي او نورو سوداګریزو توکو د چټک لېږد لپاره دې د اورګاډي واګونونو شمېر زیات کړي.

د یادې ادارې په وینا؛ دغه لیدنې د اړیکو د پراختیا او په بندرونو کې د تخنیکي ستونزو د حل په موخه شوې دي. د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۷مه) ویلي، چې د یادې ادارې د مشر فیض الله تمیم په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د هغه هېواد له چارواکو سره د اړیکو پر ټینګښت، د سوداګرۍ پر پراختیا او د ګمرکي چارو پر معیاري کولو خبرې کړې دي.

یادې ادارې ویلي، په یوې بلې جلا ناسته کې د ترکمنستان د ګمرکونو له مرستیال سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د ګمرکي چارو پر معیاري کولو بحث شوی. دواړه خواوو هوکړه کړې، چې د کارونو د لا ښه پرمختګ لپاره به په ګډه کار او د همغږۍ ناستې ترسره کوي.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دغه لیدنې کتنې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو د چټکتیا او په بندرونو کې د تخنیکي ستونزو د هوارۍ په موخه خورا مهمې بلل شوې دي.

د مرستو د کمښت له امله؛ د کونړ زلزله ځپلي د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو کمښت د کونړ زلزله ځپلې زرګونه کورنۍ د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړې دي. د یاد بنسټ په وینا؛ ډېری هغه کورنۍ چې د زلزلې له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، د ژمي په سړې هوا کې تر خېمو لاندې شپې سبا کوي.

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر جاکوپو کاریدي ویلي، چې د مالي سرچینو په کمېدو سره به د دغه بنسټ په ګډون یوشمېر مرستندویه بنسټونه اړ شي خپلې چارې په زیانمنو سیمو کې ودروي. د هغه په خبره؛ دا کار ښايي د بنسټیزو خدمتونو د درېدو او د مناسبې سرپناه د جوړولو فرصتونو له‌منځه تلو لامل شي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په دغه زلزله کې شاوخوا ۸زره کورنیو خپل کورونه له لاسه ورکړي او ټولټال ۱۸۶زره کسان بېړنۍ سرپناه او لومړنیو توکو ته اړتیا لري. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې بېړنۍ خېمې یوازې د ناورین د لومړیو اونیو او میاشتو لپاره جوړې شوې دي او د اوږدمهاله استوګنې لپاره مناسبې نه‌دي.

راپورونه ښيي، چې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو یوازې ۴۱ سلنه بودجه برابره شوې وه. د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی، چې د مرستو دوامداره کمښت کولای شي د زیانمنو کورنیو د ژوند د بیارغونې بهیر ودروي او هغوی له پرله‌پسې ناورینونو سره مخ کړي.

دغه بنسټ له نړۍوالو تمویلونکو غوښتي، چې له افغانانو سره خپلې اوږدمهاله مرستې پراخې کړي. له بل پلوه په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې په کونړ کې له مرګونې زلزلې ۶ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان تر خېمو لاندې ژوند کوي. دغه اداره زیاتوي، ویجاړ شوي کورونه او ښوونځي لا نه‌دي رغول شوي او د بیارغونې لپاره یې مهالوېش هم نه‌دی خپور شوی.

د بشري حقونو ګڼو بنسټونو له ملګرو ملتونو د طالبانو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له مشرې انالینا بېربوک غوښتي، چې د طالبانو له‌خوا دې «د روان جنسیتي اپارتاید» پر وړاندې اقدام وکړي.

په دغه لیک کې راغلي، چې افغانستان له ژور بشري ناورین سره مخ دی او دوی د طالبانو تګلارې او فرمانونه «قصدي، هدفمند او سیستماتیک» بللي دي. د دوی په باور؛ له زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون څخه د ښځو ګوښه کول د هېواد د نیمایي نفوس له انسانیت او کرامت «سیستماتیک انکار» او یو «نړۍوال جرم» ګڼل کېږي.
دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې له پخوانیو دریځونو هرکلی کړی او ترې غوښتنه یې کړې، چې د خپلو حقوقي او ډیپلوماتیکو صلاحیتونو په کارولو سره هغه څه چې دوی یې «جنسیتي اپارتاید» بولي په رسمیت وپېژني او د طالبانو د مشرانو د څار لپاره په نړۍوالو عدلي بنسټونو کې اقدام وکړي.
دوی دغه راز غوښتي، چې د دوحې بهیر په ګډون د طالبانو له حکومت سره د اړیکو عادي کېدو او مشروعیت ورکولو بهیرونه دې ودرول شي. په لیک کې ټینګار شوی، چې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا یا کمزوری غبرګون کولای شي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو دوام ته لاره هواره کړي او د نړۍوال حقوقي نظام اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې انالینا بېربوک هم پر نړۍوالو غږ کړی، چې د طالبانو پر کړنو د سترګو پټولو وخت پای ته رسېدلی او باید د یادې ډلې پر وړاندې په متحدانه ډول عمل وکړي.

بېربوک چې په جېنوا کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ته وینا کوله وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت جدي او سخت پړاو ته رسېدلی او د دغه هېواد نیمایي نفوس چې مېرمنې دي؛ په مطلق ډول له ټولنې حذف شوې دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۱۶ کوډګر نیولي دي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کوډګر نیولي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر په پروان، بامیان، کندهار، بدخشان، جوزجان غور او سرپل ولایتونو کې نیول شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۶ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۹۶ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۲۱۲ اصلاحي ناستې لرلې.