په قوم کې د روحالله خمینی له شاګردانو شو او د پهلوي رژيم پر ضد د سياسي روحانيت له بهير سره يو ځای شو. د ۱۳۵۷ لمریز انقلاب نه مخکې هغه د سياسي فعاليتونو له امله څو ځله ونیول شو او تبعيد شو.
د ۱۳۵۷ انقلاب له بريا وروسته، خامنهاي ژر د قدرت جوړښت ته دننه شو. هغه د انقلاب شورا غړی، د عالي دفاع شورا کې د خميني استازی او يو مهال د دفاع وزارت سرپرست هم پاتې شوی. هغه همداراز د تهران د جمعې د لمانځه امام وټاکل شو، چې دغه کار د هغه سياسي پایه نوره هم ټینګه کړه.
په ۱۳۶۰ کال کې، د سختو سياسي حالاتو او د ايران ـ عراق جګړې پر مهال، هغه د ولسمشر په توګه وټاکل شو او تر ۱۳۶۸ پورې دوه دورې په همدې مقام کې پاتې شو. د خپلې لومړۍ ولسمشريزو ټاکنو څو مياشتې مخکې، د بمي بريد په يوه هڅه کې سخت ټپي شو چې د هغه ښی لاس يې د تل لپاره فلج کړ.
رهبرۍ ته ټاکنه او د واک تمرکز
۱۳۶۸کال کې د خميني له مړينې وروسته، د مشرتابه د کارپوهانو مجلس هغه د ایران د دويم رهبر په توګه وټاکه. دا ټاکنه په خپل وخت کې لانجمنه وه، ځکه خامنهاي هغه مهال د تقليد مرجع نه ګڼل کېده او د فقهي مقام له پلوه د پخواني رهبر په کچه نه و.
د رهبرۍ له پيل سره، هغه ورو ورو د قدرت جوړښت لا ډېر متمرکز کړ او «سپاه پاسداران انقلاب اسلامی» يې د سياسي او امنيتي نظام اساسي ستنه وګرځوله. د هغه په دوره کې د سپاه رول يوازې پوځي پاتې نه شو، بلکې په سياست، اقتصاد او سيمهييز امنيت کې هم يو ټاکونکی ځواک وګرځید.
د اساسي قانون له مخې، رهبر د هېواد تر ټولو لوړ مقام دی، او خامنهاي په عملي ډول پر وسلهوالو ځواکونو، سپاه پاسداران، قضاييه قوې، د څار شورا، دولتي رسنيو او سترو اقتصادي تګلارو اغېزمن واک درلود.
کورنی سياست
د خامنهاي د رهبرۍ دوره له څو لويو کورنيو اعتراضونو سره مل وه، د ۱۳۷۸ د محصلينو له اعتراضونو نيولې، د ۱۳۸۸ له ټاکنو وروسته پراخو لاريونونو ته، او بيا د ۱۳۹۰مې لسيزې په پای او ۱۴۰۰مې لسيزې په پيل کې په ټول ایران کې تر اعتراضونو پوري، چې ۱۴۰۱ کال کې د مهسا امینې له مړينې وروسته اعتراضونه هم پکې شامل وو.
په دې پړاوونو کې حکومت د پراخو نيونو، رسنيزو محدوديتونو، د انټرنېټ بندولو او د امنيتي او پوځي ځواکونو په کارولو سره اعتراضونه وځپل. ګڼ سياسي منتقدان، مدني فعالان او خبريالان زنداني شول. جبري حجاب، د جنسيت تفکيک او د انقلابي ايډيالوژۍ ټينګار هم د هغه په مستقيم ملاتړ دوام وموند.
بهرنۍ سياست
خامنهاي د ایران بهرني سياست د امريکا سره د ايډيالوژيک تقابل او له اسرایيل سره د دښمنۍ پر بنسټ تعريف کړ. د هغه څه په چوکاټ کې چې «د مقاومت محور» بلل کېږي، ايران له حزبالله لبنان، حماس، د یمن حوثیان او نورو سيمهييزو متحدو ډلو ملاتړ کاوه.
هغه تل ټينګار کاوه چې د ايران اټومي پروګرام سولهييز اهداف لري او د اټومي وسلې جوړول یې رداوه، خو ورته مهال یې داپروګرام د لوېديځو فشارونو پر وړاندې د معاملې او مخنيوي وسيله ګرځولې وه. د امريکا او اروپا د پراخو بنديزونو پر وړاندې يې پر «مقاومت» او اقتصادي زغم ټينګار کاوه.
وروستي کلونه او د ځای ناستي موضوع
د هغه د ژوند په وروستيو کلونو کې، د ځای ناستي موضوع د ايران له مهمو سياسي بحثونو شوه. د نظام له لوړو څېرو، په ګډون د مجتبی خامنهای نوم هم د احتمالي بديل په توګه يادېده، خو هغه هېڅکله رسمي ځای ناستی اعلان نه کړ.
ميراث او پايلې
علي خامنهاي څه باندې۳۶ کاله واک کې پاتې شو او د معاصر منځني ختيځ له تر ټولو اوږدو رهبرۍ دورو څخه يوه يې ثبت کړه. هغه د ۱۳۵۷ انقلاب د ايډيالوژۍ د دوام، د رهبرۍ په نهاد کې د واک د تمرکز او له لوېديځ سره د دوامدار تقابل نښه وه.
د هغه د واکمنۍ پر مهال ايران له جګړې، سختو بنديزونو، کورنيو اعتراضونو، سيمهييزو شخړو او مستقيمو پوځي تاوتريخوالو تېر شو، خو دا دوام له درنو انساني، اقتصادي او ټولنيزو لګښتونو سره مل و.
په ۲۰۲۶ کال کې د هغه وژل کېدل د ایران په تاريخ او د منځني ختيځ د ځواک په معادلو کې يو مهم بدلون بلل کېږي. د هغه وروسته د ايران د سياسي نظام راتلونکی او د واک د لېږد څرنګوالی لا هم له جدي ناڅرګندتياوو سره مخ دی.