مسعود اندرابي: طالب جنګیالي د پردیو په جګړه کې د سونتوکو په څېر سوځول کېږي

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي چې طالب جنګیالي د افغانستان د ګټو لپاره نه، بلکې د سیمې د استخباراتي سیالیو لپاره قرباني کېږي، او د پاکستان او هند د شخړو بیه د افغانانو په وینه پرې کېږي.
اندرابي په خپل تازه ایکس پوسټ کې، چې په فارسي او پښتو ژبو لیکل شوی، طالب ځواکونو ته په خطاب کې ویلي: «یوه شېبه ټوپک کښته کړئ او فکر وکړئ.» هغه ټینګار کړی چې په سپین بولدک او کرمه کې طالبان د پاکستاني توپونو تر اور لاندې وژل کېږي، خو د هغوی مشران په هماغه وخت کې په نوې ډیلي کې له هندي چارواکو سره پر سرو غالیو قدم وهي او معاملې کوي.
د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، طالبان نه د وطن دفاع کوي او نه د دین، بلکې د هند او پاکستان د استخباراتي جګړې د سونتوکو په توګه کارول کېږي.
د هغه په وینا، که یو طالب په دې «پردۍ جګړه» کې ووژل شي، د مشرانو کورنۍ به په امن کې وي، خو د وژل شوي جنګیالي کونډه او یتیمان به د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره در په در پاتې شي.
اندرابي په پای کې پر طالب جنګیالیو غږ کړی چې ویښ شي، د پردیو جګړه خپله جګړه ونه ګڼي او له خپلو قومندانانو وپوښتي چې ولې د نورو د ګټو لپاره قرباني کېږي.
