پیټ هېګېسټ: ایران اوس د خپلو کړنو پایلې ګالي

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګېسټ وايي، د امریکا پر وخت تېره شپه یې د ولسمشر ټرمپ په امر د ایران پر وړاندې د «حماسي غوسه» په نوم عملیات پیل کړل. نوموړي زیاته کړه: «دا په تاریخ کې تر ټولو وژونکی، پېچلی او دقیق هوايي عملیات و».
نوموړی وايي، د ایران «رژیم» فرصت درلود، خو له معاملې یې ډډه وکړه او په وینا یې: «اوس د خپلو کړنو پایلې ګالي».
د پيټ هېګېسټ په خبره، ایران له نږدې پنځوسو کلونو راهیسې امریکایان په نښه او وژلي او په باور یې، دغه هېواد د خپلې «افراطي» موخې لپاره د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو وسلو د ترلاسه کولو هڅه کړې ده. هغه زیاتوي: «تېره شپه، د نورو پخوانیو ولسمشرانو پر خلاف، ولسمشر ټرمپ د دې سرطان پر درملنه پیل وکړ».
د امریکا د جګړې وزیر همداراز خبرداری ورکړی، چې واشنګټن به د ایران هغه ځواکمن توغندي ونهزغمي چې امریکایان په نښه کوي او وايي: «هغه توغندي به د ایران د توغندیو د تولید له مرکزونو سره یوځای ویجاړ شي. د ایران سمندري ځواک به لهمنځه یوړل شي. او لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ په خپل ټول ژوند کې ویلي، ایران به هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونهلري».
