په امنیت شورا کې د امریکا استازی: د ایران «رژيم» سیمه نا ارامه او نړۍ بېثباته کړې وه

پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې د امریکا استازي اوسنی وضعیت یو تاریخي فرصت وباله او په وینا یې د ایران «رژیم» سیمه ناارامه کړې وه او په لوی لاس یې نړۍ بېثباته کړه او په سیمه کې یې د بېړۍ چلولو امنیت هم ګډوډ کړ.
