په ایران له بریدونو وروسته؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پیل شوه

د ایران پروړاندې د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پیل شوه. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په یاده غونډه کې خبرداری ورکړی، چې پوځي اقدامات د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.
ګوترېش په یاده غونډه کې ویلي، چې د امریکا او اسراییل په ګډو بریدونو کې د ایران شاوخوا ۲۰ ښارونه په نښه شوي دي.
نوموړي د ایران د ځینو مشرانو د وژل کېدو راپورونو ته په اشاره ویلي، چې تر اوسه د یادو ایراني چارواکو وژل کېدو په خپلواک ډول نهشي تاییدولی.
نوموړي خبرداری ورکړی: «په سیمه کې د پوځي اقدام پیل د داسې پېښو د لړۍ خطر له ځان سره لري، چې کنټرول یې ناشونی دی.»
همدارنګه نوموړي زیاته کړې: «زه د تاوتریخوالي د کمولو او د دوښمنیو سمدستي بندولو غوښتنه کوم او زه له ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوم چې سملاسي د خبرو اترو مېز ته راستانه شي».
