ایران انټرنشنل: سپاه پاسداران د ایران د نوي رهبر پر ژر تر ژره ټاکلو ټینکار کوي

د ایران انټرنشنل د راپور لهمخې، د سپاه پاسداران چارواکي هڅه کوي چې د علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته د یکشنبې په سهار د قانوني تشریفاتو له مراعتولو پرته د ایران نوی مشر وټاکي.
د راپورونو لهمخې، د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو په ترڅ کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته د سپاه پاسداران پاتې قوماندانان هڅه کوي چې په راتلونکو څو ساعتونو کې نوی مشر وټاکي.
د راپورونو لهمخې، د خامنهيي له وژل کېدو وروسته د سپاه پاسداران په امنیتي جوړښت کې سرګرداني زیاته شوې ده.
ایران انټرنشنل د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا او اسراییل د بریدونو د دوام له وېرې ځیني قوماندانان او ټېټ رتبه پوځیان نظامي اډو او مرکزونو ته له ورتګ څخه ډډه کوي.
