عراقچي له ملګرو ملتونو پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو ته د رسېدنې غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا ريیس ته په یوه لیک کې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده. هغه همداراز د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتونکی شو.
عراقچي په دې لیک کې ویلي، د امریکا او اسراییل په بریدونو کې د ایران یو شمېر دفاعي تاسیسات او د ولسي وګړو کورونه په نښه شوي دي.
عراقچي همداراز د امریکا او اسراییل د بریدونو پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع خپل حق بللی او زیاته کړې یې ده، چې د ایران وسلهوال ځواکونه به له خپلو ټولو امکاناتو او دفاعي وسایلو استفاده وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې، په سیمه کې د بریدګرو هېوادنو ټولې نظامي اډې، تاسیسات او شتمنۍ د ایران مشروعي نظامي موخې دي او تر هغو به پر یادو تاسیساتو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، چې جګړه په بشپړ ډول ودرول شي.
عباس عراقچي همداراز پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو ته د رسېدنې په موخه د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو هم غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د عراقچي دغه لیک د مګرو ملتونو د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته هم استول شوی دی.
