د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان وضعیت په اړه خبرې کړې او پر دواړو لوریو یې د زغم غږ کړی دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «له دواړو لوریو څخه مې وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي. ازبکستان د ستونزو د هوارۍ لپاره د دوامداره ډیالوګ او خبرو اترو ارزښت حیاتي بولي او دواړه لوري باید د باور جوړونې لپاره ګامونه پورته کړي».
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم ټلیفوني خبرې کړې وې او له ډيپلوماټیکو لارو یې د روان وضعیت پر حل ټینګار کړی.
