د ملګرو ملتونو سرمنشي: په سیمه کې د شخړې د پراخېدو جدي ګواښ شته

د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران ګډ بریدونه او همدارنګه د ایران له لوري غچاخیستونکې حملې په کلکه غندلې دي.
ګوترېش د جګړې د سمدستي درولو او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که بیړنی اقدام ونه شي، په سیمه کې د شخړې د پراخېدو جدي ګواښ شته.
هغه ویلي چې د پوځي نښتو زیاتوالی نړیواله سوله او امنیت کمزوري کوي. نوموړي ټینګار کړی چې ټول غړي هېوادونه باید د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د منشور، درناوی وکړي؛ هغه منشور چې د هر هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد د زور کارول یا ګواښ منع کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې د شخړې سیمهییز پراخوالی به د ملکي وګړو او د سیمې د ثبات لپاره جدي پایلې ولري.
