قطر وایي د ایران د بریدونو د ځواب ورکولو حق لرو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت، پر دغه هېواد د ایران له خوا د بالستیک توغندیو توغول په کلکه وغندل او دا یې د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د خپل امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره مستقیم ګواښ وباله. وزارت په یوه بیان کې وویل، چې قطر د نړیوالو قوانینو سره سم د دې عمل ځواب ورکولو بشپړ حق لري.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د قطر خاورې په نښه کول د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره سمون نه لري او د هیڅ توجیه له مخې د منلو وړ نه ده.
دوحه ټینګار کوي، چې تل یې له ایران سره د خبرو اترو او د سوله ایزو لارو چارو د شخړو د حل غوښتنه کړې، خو د دې بریدونو تکرار د دواړو هیوادونو ترمنځ دا تفاهم ګواښي.
قطر د کویت، متحده عربي اماراتو، اردن او بحرین په خاوره کې د ایران بریدونه هم غندلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د هر ډول زیاتیدونکي اقداماتو د سمدستي بندولو او د خبرو اترو میز ته د بیرته راستنېدو غوښتنه کړې.
