انور ابراهیم: اسراییلي بریدونو د منځني ختیځ د کړکېچ د پراخېدو ګواښ رامنځته کړی

د مالیزیا لومړي وزیر، انور ابراهیم ویلي چې پر ایران د اسراییل او د امریکا ګډ پوځي اقدام، منځنی ختیځ د پراخه بحران څنډې ته رسولی دی.
ابراهیم په خپل تازه ایکس پوسټ کې ټینګار کړی چې دې بریدونو د روانو مذاکراتو خنډ رامنځته کړي او نور هېوادونه به هم په داسې شخړه کې ښکېل کړي چې کنټرول یې ګران وي.
هغه له امریکا او ایران غوښتنه کړې چې جګړه سمدستي ودروي او د ډیپلوماتیکو لارو چارو په کارولو سره کړکېچ حل کړي. همدارنګه یې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې بېطرفه او بېځنډه اقدام وکړي.
لومړي وزیر همدارنګه د مالیزیا اتباعو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سیمې له همکارانو سره به د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.
