متقي: د پاکستان وروستی اقدام پر افغانستان غیرقانوني تېری دی

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني تماس کې د سیمهییز وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري پر افغانستان د غیرقانوني تېري په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې متقي په دې ټلیفوني اړیکه کې د طالبانو اصولي دریځ څرګند کړی او یادونه یې کړې چې د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د هېواد د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هوايي حریم د دفاع په موخه ترسره شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانوحکومت د ستونزو د حل لپاره پر تفاهم باور لري، خو د تېري په صورت کې د خپلې خاورې دفاع خپل مشروع حق بولي.
د خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د روان وضعیت د حل یوازینۍ اغېزمنه لار ډیپلوماسي ده، او ازبکستان هڅه کوي چې په راتلونکي کې د دې موضوع د هواري لپاره عملي رول ولوبوي.
