مشعل: له بحران څخه د وتلو لار ستراتيژيک بلوغ او د ملي حاکميت پر بنسټ پاليسۍ ته اړتیا لري

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل، د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د وروستيو نښتو په اړه ويلي چې اسلاماباد بايد د افغانستان په اړه خپله تګلاره په دقت سره بيا وارزوي.
عاطف مشعل په خپل تازه ایکس پوسټ کې ټينګار کړی چې د تاوتريخوالي زياتوالی او پوځي تقابل ته مخه کول ثبات نه راولي، بلکې کېدای شي نه اټکل کېدونکي پايلې رامنځته کړي. د ده په وينا، د وروستيو کلونو تجربې ښودلې چې حتی ستر ځواکونه هم په جګړو کې له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.
مشعل زياته کړې، په داسې حال کې چې پاکستان له کورنيو سياسي او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، د کړکېچ نوې جبهه پرانيستل عاقلانه پرېکړه نه ده. هغه وويل، په دې ډول شخړو کې توازن يوازې پر دوديز پوځي ځواک تکيه نه کوي، بلکې سياسي مشروعيت، جغرافيايي موقعيت، عامه افکار او د اوږدمهال زغم وړتيا ټاکونکې ونډه لري.
مشعل همداراز څرګنده کړې چې سيمهييزه تګلاره بايد د سيمې د خلکو د واقعي ګټو پر بنسټ جوړه شي، نه د بهرنيو اجنډاوو له مخې. د هغه په باور، په داسې حال کې چې نړيوال نظم د بدلون په حال کې دی او چين، روسيه او هند په سيمه کې اوږدمهاله ګټې لري، هر ډول ښکاره مخامخ کېدل کېدای شي داسې پايلې ولري چې اداره کول به يې ستونزمن وي.
هغه ټينګار کړی چې تېر محاسبات صادقانه بياکتنې ته اړتيا لري او د جګړې ماهيت هم بدل شوی دی. د مشعل په وينا، کله چې يو ملت دا احساس وکړي چې د بقا لپاره جګړه کوي، نو غبرګون يې کېدای شي نه اټکل کېدونکی وي.
مشعل په پای کې ټینګار کړی، چې له بحران څخه د وتلو لار ستراتيژيک بلوغ، متقابل درناوی او د ملي حاکميت پر بنسټ پاليسۍ دي، نه د تقابل دوام او د نښتو زياتوالی.
