همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې واشنګټن د ایران حکومت د «ناوړه او ناعادلانه نیونو د دولتي ملاتړي» په توګه نومولی دی.
د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ د (کب ۷مه) ټکساس ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې له ایران سره د خبرو بهیر ورته د قناعت وړ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې تهران باید په ښکاره توګه اعلان وکړي چې د اټومي وسلې د تر لاسه کولو هڅه به نه کوي.
د ټرمپ په خبره، ایران چمتو نه دی چې «په کافي اندازه مخکې ولاړ شي» او لا هم د «یوه اندازه بډایه کولو» پر ترسره کولو ټینګار کوي، هغه موضوع چې نوموړي د منلو وړ ونه بلله. هغه زیاته کړه: «هېڅ بډایه کول نه منم، حتی ۲۰ سلنه هم نه او نه هم ۳۰ سلنه». د امریکا ولسمشر وایي، چې ایران د تېلو پراخې زېرمې لري او له همدې امله د یورانیمو بډایه کولو ته اړتیا نه لري.
ټرمپ د دواړو هېوادونو تر منځ د څلورو لسیزو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وویل: «موږ له دوی سره ۴۷ کاله سر و کار لرو» او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې موده کې امریکايي ځواکونو ته زیان رسولی او د متحده ایالاتو ګټې یې په نښه کړې دي. هغه څرګنده کړه، چې واشنګټن به اجازه ورنهکړي چې دا حالت همداسې دوام ومومي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا هغه اټومي تړون چې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال شوی و، «یو له تر ټولو ناپوهانه تړونونو څخه» وباله او ویې ویل، که دا تړون نه وای لغوه شوی، ایران به اوس اټومي وسلو ته رسېدلی وای. هغه زیاته کړه، چې که دا تړون لغوه شوی هم نه وای، د هغه موده تر اوسه پای ته رسېدلې وه.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پر ایران برید وشي او د تېلو بیې لوړې شي، ایا اندېښنه لري که نه، وویل چې د اقتصادي پایلو په اړه اندېښمن نه دی او زیاته یې کړه: «زه د خلکو د ژوند په اړه اندېښمن یم. زه د دې هېواد د اوږدمهاله سلامتۍ په اړه اندېښنه لرم».
د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اعلان شوی د ایران د اټومي پروګرام په اړه تخنیکي خبرې به روانې وي او په ورته وخت کې د تهران پر وړاندې د احتمالي پوځي لارو چارو په اړه اټکلونه زیات شوي دي.
همدارنګه د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان د کب په اتمه په یوه محرم راپور کې خپلو غړو ته ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د لوړې کچې بډاینې لرونکي یورانیمو یوه اندازه زېرمه د اصفهان د اټومي تاسیساتو په یوه ځمکتلي کې ساتي.