ثریا دلیل: له زده کړو او کار څخه د ښځو محرومول د روغتيايي نظام راتلونکی ګواښي

د افغانستان د عامې روغتيا پخوانۍ وزيرې ثريا دليل د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وويل چې افغانستان کې د ښځو پر زده کړو ، تګ راتګ او کار بندیز د روغتيايي نظام او د راتلونکو نسلونو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.
اغلې دليل په دې غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بنديزونو ته په اشارې سره په نړيوالې ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو د غږ پر پياوړتيا ټينګار وکړ. هغې همداراز وغوښتل چې جنسيتي اپارتايد د بشريت ضد جرم په توګه وپېژندل شي.
هغې وويل: «له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې بايد روښانه او ثابت شرطونه موجود وي لکه ،د اساسي حقونو بېرته ورګرځول، د تګ راتګ ازادۍ تضمين، د ملګرو ملتونو د ښځينه کارکوونکو په ګډون د ښځو د کار حق بیرته تر لاسه کیدل او د طالبانو د محاکمو د وروستي جزايي اصولنامې لغوه کول.»
اغلې دليل زياته کړې چې روغتیایي کلينيکونه باید فعاله وساتل شي، او دا ډاډ ترلاسه شي چې د روغتيا په برخه کې ښځينه کارکوونکې خپلو ټولنو ته خدمت کولای شي. هغې همداراز زیاته کړه چې د هلکانو او نجونو لپاره د بديلو زده کړو لار رامنځته کیدل ضروري دي، څو د يوې له لاسه وتلې نسل د رامنځته کېدو مخه ونيول شي.
