د طالبانو مرستیال ویاند: د پاکستان په تازه بریدونو کې ملکیان وژل شوي

د طالبانو مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د پاکستان پوځ نن سهار اته نیمې بجې د کندهار تخته پل سیمه کې د جبري راستنېدونکو کډوالو لنډ مهالی کمپ (انځرګي کمپ) بمبار کړی، چې پکې درې بېګناه کډوال وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
فطرت تازه په ایکس لیکلي، چې تېره شپه هم د پاکستان پوځ د کونړ ولایت مرکز اسعداباد اړوند د ډنډونو د بیلي په سیمه کې د خلکو کورونه د توپونو په بریدونو کې وویشتل، چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکیان وژل شوي او یو تن ژوبل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، همدارنګه د ناړۍ ولسوالۍ په سیمه کې د شپې پر ۱۰ بجو د غرني هاوان او توپونو د برید په پایله کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ځايي خلک وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند ټینګار کړی چې د پاکستان دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او د بشري حقونو پر ضد دي او ملکیانو ته یې جدي خطر پېښ کړی دی.
