رضا پهلوي: وروستۍ شېبې رارسېدلې، د ایران د برخلیک پرېکړه به ولس کوي

د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوي وايي چې ایران له برخلیک ټاکونکو شېبو سره مخ دی او د اسلامي جمهوریت پر ضد وروستۍ پریکړه به د ایران ولس پخپله کوي. هغه ټینګار کړی چې وروستۍ بریا د بهرنیو لاسوهنو نه، بلکې د خلکو د پاڅون له لارې ترلاسه کېږي.
رضا پهلوي په خپل تازه ایکس پوسټ کې ویلي چې هغه ژمنه چې د متحده ایالات ولسمشر خلکو سره کړې وه، اوس رسېدلې ده. د هغه په وینا، دا «بشري مداخله» ده چې موخه یې د اسلامي جمهوریت نسکورول دي، نه د ایران هېواد او ولس.
هغه زیاته کړې چې سره له دې مرستې، وروستۍ بریا به د ایران د خلکو په لاس وي او د کوڅو او سړکونو ته د ستنېدو وخت نږدې شوی دی.
هغه د ایران له پوځي، امنیتي او انتظامي ځواکونو غوښتي چې د رژیم پر ځای د ولس ترڅنګ ودرېږي او ویلي یې دي چې د هغوی لوړه د ایران او د ایران د ولس د ساتنې لپاره ده، نه د اسلامي جمهوریت د مشرانو لپاره.
پهلوي خبرداری ورکړی چې که دغه ځواکونه له خلکو سره یو ځای نه شي، نو د «خامنهيي له ماتېدونکې بېړۍ» سره به یو ځای ډوب شي.
رضا پهلوي همدارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي چې د ایران ولس نږدې دوه میاشتې د سخت سرکوب او وژنو پر وړاندې مقاومت کړی او غوښتنه یې کړې چې د ملکي وګړو د ژوند د خوندي کېدو لپاره تر ټولو لوړه کچه احتیاط وشي.
هغه په پای کې د ایران له خلکو غوښتي چې دا مهال په خپلو کورونو کې پاتې شي، خپل امنیت وساتي او د وروستي اقدام لپاره چمتو واوسي. د هغه په وینا، د راتلونکو ګامونو په اړه به دقیق معلومات د ټولنیزو شبکو، سپوږمکۍ رسنیو او که اړتیا وه د راډیويي څپو له لارې له ولس سره شریک شي.
