د ایران له ګواښ وروسته، قطر په خپل هېواد کې امنيتي وضعيت خوندي اعلان کړ

د قطر د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې پر ایران له بریدونو وروسته، په قطر کې امنيتي وضعيت لا هم باثباته او خوندي دی او د کورني امنيت په کچه د کوم ګواښ نښې نه ترسترګو کېږي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې اړوند امنيتي بنسټونه د يو همغږي عملياتي سيسټم په چوکاټ کې شپه او ورځ پرمختګونه تر څارلاندې لري.
د قطر د کورنيو چارو وزارت له وګړو او اوسېدونکو غوښتي چې معلومات يوازې له رسمي سرچينو ترلاسه کړي، اوازو ته پام ونه کړي او د نا تاييد شويو خبرونو او ويډيوګانو له خپرولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د امریکا او اسرایلو له برید وروسته په دوحه کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې ده چې خوندي ځای ته ولاړ شي.
بلخوا ایران هم له خپلو وګړو غوښتې چې د قطر په ګډون د فارس خلیج هیوادونه پریږدي.
