نتنیاهو: ایران د ترهګر رژیم په توګه د نړیوالو لپاره ګواښ دی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې اسراییل او امریکا په ګډه د ایران د «ترهګریز رژیم» د هستوي ګواښ د له منځه وړلو عملیات پیل کړي دي. نوموړي ویلي چې ایران د نړۍ لپاره ګواښ دی.
نتنیاهو په ایکس خپره کړې وینا کې وایي، چې د ایران رژیم د تېرو ۴۷ کلونو راهیسې پر اسراییل او امریکا د مرګ غوښتنه کوي، د خپلو خلکو او بهرنیو اتباعو وینه یې توی کړې، او د وسلو د پراخولو هڅې یې نړیوالې ټولنې ته جدي ګواښ پېښ کړی.
د هغه په وینا، ګډ عملیات د ایران د زړورو خلکو لپاره زمینه برابروي چې خپل برخلیک په خپلو لاسونو کې واخلي او د ظلم پر وړاندې ودریږي.
لومړي وزیر همدارنګه د ایران له ټولو قومي او مذهبي ډلو غوښتنه وکړه چې د ظلم او زورواکۍ له کړیو ځان خلاص کړي او ازاد او سولهخوښی ایران رامنځته کړي. هغه د اسراییلو خلکو ته هم سپارښتنه وکړه چې د دغه عملیاتو پر مهال د کورني امنیت د لارښوونو په پام کې نیولو سره خپل ځانونه خوندي وساتي.
