فرانسه: د خپلو وګړو او ځواکونو ساتنه زموږ لومړیتوب دی

د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو د چارو سلاکارې وزیرې، الیس روفو، ویلي چې په نږدې ختیځ او منځني ختیځ کې د فرانسې لومړیتوب د خپلو وګړو او ځواکونو خوندیتوب دی.
نوموړې د «فرانس ۲» له ټلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي: «بحران روان دی. په دې شرایطو کې زموږ لومړیتوب د خپلو وکړو ساتنه، په سیمه کې د خپلو ځواکونو خوندیتوب او د وضعیت شېبه په شېبه څارنه ده، چې دا کار ترسره کوو.»
فرانسه په نږدې ختیځ او منځني ختیځ کې څو پوځي اډې لري، چې له ډلې یې په متحده عربي امارات، قطر او اردن کې اډې یادې شوې دي.
روفو زیاته کړې چې فرانسې هغه معلومات ترلاسه کړي چې د اسراییل د دفاع وزارت له لوري د مخنیوي احتمالي برید په اړه وړاندې شوي وو.
هغې وویل، په اسراییل کې د ایران د احتمالي غچ اخیستونکي برید په صورت کې د اعظمي خبرداري حالت حاکم دی. نوموړې همدارنګه یادونه وکړه چې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پراخ حضور شته، چې ښايي د اسراییل په دفاع کې برخه واخلي یا لږ تر لږه هلته حضور ولري.
