ایران پر اسراییلو توغنديز او د بېپيلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د واشنګتن او تلابیب د ګډو بريدونو په ځواب کې يې پر اسراییل پراخ توغنديز او بېپيلوټه الوتکو بريدونه پيل کړي او په سیمه کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
دغه ځواکونو د اسرايیل پر ضد د بريدونو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې وروسته به په دې اړه نور وضاحت وړاندې کړي.
اسرايیلي رسنيو هم د ایران له لوري د دغه هېواد پر لور د توغنديو توغول تاييد کړي دي خو ویلي یې دي چې دفاعي سیستم یې فعال کړی دي.
بلخوا عربي رسنیو په بحرین او قطر کې د چاودنو خبر ورکړی. العربیه د قطري سرچینو په حواله لیکلي چې یو ایراني توغندی د «پاتریوت» دفاعي وسیلي په کارولو سره راغورزول شوې.
