ایران په متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین او کویت کې پر امریکایي اډو توغندیز بریدونه کړي دي

ایران په متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او کویت کې د امریکا پر اډو د توغندیزو بریدونو لړۍ پیل کړې ده. فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران په قطر کې د العدید اډه، په کویت کې د السالم اډه، په متحده عربي اماراتو کې د الظفره اډه او په بحرین کې د امریکا پر پنځمه اډه بریدونه کړي.
