طالبانو له نړۍوالو غوښتي چې د کډوالو پر کمپونو د پاکستان جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان په پرلهپسې توګه په تورخم او سپین بولدک کې د کډوالو پر کمپونو «ړندې» بمبارۍ کړې دي. دغه وزارت له نورو هېوادونو او همداراز بشري او خیریه سازمانونو غوښتي، چې د پاکستان د دغه ډول «جنایتونو» پروړاندې چوپ پاتې نهشي.
