کاناډا: د ايران د اټومي وسلو ترلاسه کولو د مخنيوي لپاره د امريکا له اقدامه ملاتړ کوو

د کاناډا حکومت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ټول منځني ختيځ کې د ايران اړوند بدلونونه او روان حالات له نږدې څاري، او په ايران کې له ټولو مېشتو کاناډايانو غواړي چې په خپلو استوګنځايونو کې پاتې شي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د کاناډا دريځ روښانه دی، د ايران اسلامي جمهوريت په ټول منځني ختيځ کې د بېثباتۍ او ترهګرۍ اصلي سرچينه ده، په نړۍ کې د بشري حقونو له تر ټولو بدو ريکارډونو څخه يو لري، او هېڅکله بايد اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي يا پراختيا ورکړي».
د کاناډا حکومت د امريکا له هغه اقدامه ملاتړ کوي چې موخه يې د ايران اسلامي جمهوريت د اټومي وسلو ترلاسه کولو مخنيوی او د تهران له لوري د نړيوالې سولې او امنيت پر وړاندې د نورو ګواښونو درول دي.
کاناډا حکومت په دې نښته کې د ټولو ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده: «موږ به په سيمه کې د خپلو ټولو وګړو او د کاناډا د ډيپلوماتيکو استازوليو د ساتنې لپاره ټولې ممکنه هڅې ترسره کړو».
