د اسټراليا لومړی وزير: د ایران له زړورو خلکو سره د رژیم پر ضد مبارزه کې ولاړ یو

د اسټراليا لومړي وزير، انتوني البانيزي، پر اېکس پاڼه لیکلي چې هېواد يې د ایران له زړورو خلکو سره د اخوندي رژیم پر ضد مبارزه کې ولاړ دی. د نوموړي په خبره، د امریکا له هغه اقدام څخه ملاتړ کوي چې غواړي د ایران د اټومي پروګرام مخه ونیسي.
هغه ټينګار وکړ: «د ايران رژيم له څو لسيزو راهيسې د بالستيک توغنديو او اټومي پروګرامونو له لارې، د وسلوالو نيابتي ډلو په ملاتړ، او د سخت تاوتريخوالي او وېرولو له کړنو سره، د بېثباتۍ يو لامل پاتې شوی دی».
د نوموړي په وینا، اسټراليا له خپلو نړيوالو ملګرو، د امريکا متحده ايالاتو او د اوو سترو صنعتي هېوادونو له ډلې (جي-۷) سره يو ځای، د ايران له رژيمه غوښتي چې د ايران د وګړو بشري حقونو او بنسټيزو ازاديو ته درناوی وکړي.
البانيزي، همدارنګه زیاتوي چې اسټراليا د امريکا له هغه اقدامه ملاتړ کوي چې موخه يې د تهران د اټومي وسلې ترلاسه کولو مخنيوی او د ايران له لوري د نړيوالې سولې او امنيت پر وړاندې د روان ګواښ درول دي.
