حامد کرزي پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه وغندل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه د نړۍوالو اصولو خلاف عمل بللی او سملاسي یې د یادو بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل له لوري د نظامي ځواک کارول د هېوادونو ترمنځ د ستونزو د سولهییز حل له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې بللی دی.
نوموړي د یادو بریدونو غندنه کړې او دا یې د افغانستان د ګاونډي په حق کې تېری بللی دی.
نوموړي په سیمه کې د جګړې له پراخېدو او په ځانګړي ډول په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین، کویټ او اردن کې ملکي وګړو ته د احتمالي زیانونو اوښتو په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
حامد کرزي ویلي، چې د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره باید ټول بریدونه ودرول شي او ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي.
